د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۴ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۶:۲۲

له افغانستانه د امریکايي ځواکونوپه ایستلو د جمهوري غوښتونکي ګوند مخالفت


د امريکا د کانګريس د استازو په جرګه کې بريالي شوي جمهوري غوښتونکي وايي، چې دوي به په افغانستان کې د وسلو، منابعو، اختياراتو او د خپل ماموريت د بريالي کېدو لپاره د کافي وخت په ګډون د امريکايي پوځيانو ملاتړ وکړي.

جمهوري غوښتونکي ګوند چې د سې شنبې د ورځې په انتخاباتو کې يې د امريکا د کانګريس د استازو په جرګه کې اکثريت ترلاسه کړ، له لومړي سره له افغانستانه د ځواکونو د ايستلو لپاره د مهالوېش له ټاکلو سره مخالفت کاوه، د جمهوري غوښتونکي ګوند يو مخکښ غړي وايي، چې د اوباما دې اعلان طالبان او القاعده زړور کړي دي.

د فرانس پريس خبري اژانس د راپور له مخې د جمهوري غوښتونکي ګوند استازي بک مکيون، چې ويل کېږي د استازو جرګې د وسله والو خدماتو د کمېټې رييس به شي، وويل چې ګوند به يې دا خبره يقيني کړي چې امريکايي پوځيان د خپلو هدفونو د لاس ته راوړلو لپاره کافي وخت لري.

په همدې حال کې د جمهوري غوښتونکو سناتور جان مککين چې دوه کاله مخکې د خپل ګوند له لورې د ولسمشرۍ انتخاباتو ته له بارک اوباما سره دريدلي و، وايي ، د دوي د ګوند د ستر برياليتوب له امله هيله لرې چې ولسمشر اوباما د افغانستان د جګړې تګ لارې ته بيا کتنه وکړي.

جان مککين په اريزونا کې خپله څوکۍ په ډير توپير ګټلې ده او په دې ډول به د سنا په پوځي کمېټې کې د جمهوري غوښتونکو غښتلي استازيتوب وکړي.

د امريکا ولسمشر را روانه ميلادي مياشت د افغانستان لپاره خپلې ستراتيژۍ ته بيا کتنه کوي تېرکال بارک اوباما افغانستان ته د ديرش زره اضافي پوځيانو د استولو پريکړه وکړه څو طالبان وځپي، را روانه مياشت د دغو عسکرو فعاليت څيړل کيږي چې څومره ګټور وو او دي، جان مک کين وايي چې دي دې ته انتظار دي چې اوباما خپله ستراتيژۍ څرنګه څيړي.

جان مککين چې ټاکل شوې ده په لنډ وخت کې به افغانستان ته ولاړ شي وويل، دي هيله مند دی چې د اوباما په دې ستراتيژۍ کې بدلون راشي چې را روان اوړي يو شمېر امريکايي عسکر له افغانستانه باسي.

جان مککين وويل، زه له خپل لورې خبرې کوم، دغه نېټه چې د پوځيانو د ايستلو د پيل لپاره ټاکل شوې ده په دې پريکړې کې له پوځي سلاکارانو سره سلا مشورې نه دې شوې نو دا پريکړه به په افغانستان کې زموږ پر عملياتو ژور اغيز وکړي، ځکه چې د همدې اعلان له امله زموږ دښمنان با جراته شوې او زموږ ملګري يو ډول دوه زړې شوې دي.

د امريکا ولسمشربارک اوباما تېر کال افغانستان ته د دېرش زره اضافي عسکرو د لېږلو د اعلان په وخت ويلي وو چې د ۲۰۱۱ کال په نيمايي کې به له افغانستانه د امريکايي ځواکونو په ايستلو پيل وکړي.
XS
SM
MD
LG