د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۶ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۱

معترضو کاندیدانو نن په کابل کې لاریون وکړ


 دغه کاندیدان چې شمېر یې سلګونو تنو ته رسېده او د افغانستان له بېلابېلو ولایتونو څخه راټول شوي وو
دغه کاندیدان چې شمېر یې سلګونو تنو ته رسېده او د افغانستان له بېلابېلو ولایتونو څخه راټول شوي وو
د ولسي جرګې دغو سلګونو تنو معترضو کاندیدانو د مظاهرې په ترڅ کې وویل چې د روان کال انتخابات هیڅ ډول مشروعیت نه لري او باید چې انتخابات بیا ترسره شي.

دغه کاندیدان چې شمېر یې سلګونو تنو ته رسېده او د افغانستان له بېلابېلو ولایتونو څخه راټول شوي وو د کابل ښارله مرکزي برخې زرنګار پارک څخه یې د ملګرو ملتونو تر دفتره پورې لارېون هم وکړ.

لارېون کوونکو کاندیدانو شعارونه هم له ځانه سره لیږدول چې په کې لیکل شوي وو د روان کال د ولسي جرګې انتخابات مشروعیت نه لري، دغه سوله ایز لاریون او مظاهره تر ټینګو امنیتي تدابیرو لاندې ترسره شوه.

معترضو کاندیدانو په کابل کې یو پریکړه لیک هم د ملګرو ملتونو دفتر ته وسپاره چې یوه برخه یې د نورو معترضو کاندیدانو په استازیتوب د پکتیا له ولایت څخه د کاندید عبدالولي سهي له خوا ولوستل شوه:

(د وږي د ۲۷ مې نېټې ټولټاکنې په پراخو لاس وهنو،درغلیو سره سره تر سره شوې موږ ترسره شوي ټولټاکنې د هېواد د نافذه قوانینو او دافغان ولس د ارمانونو په خلاف یو بې شرمانه سازش بولو او ترسره شوي ټولټاکنې نامشروع ګڼو.)

د ولسي جرګې دغه سلګونه تنه معترضه کاندیدان په داسې حال کې د ولسې جرګې د سنبلې یا وږي د میاشتې د اوه ویشتمې نېټې انتخابات غیرمشروع بولي چې څه موده مخکې د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون له خوا د انتخاباتو لومړنۍ پایلې اعلان شوې.

په عین حال کې د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون وایي، چې کابو پنځه نیم زره انتخاباتي شکایتونه دوي ته رسېدلي چې ځینې یې جدي دي او کولای شي د انتخاباتو په پایلو هم اغیزه وکړي.

د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون چارواکي هم د ولسي جرګې په انتخاباتو کې شوې درغلۍ مني خو وایي چې دا درغلۍ دومره نه دي چې د انتخاباتو مشروعیت ته زیان ورسوي، د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون ویاند نورمحمد نور په دې اړه ازادۍ راډیو ته وویل:
(دا مشروع ټاکنې وې نه یواځې کورنیو نهادونو بلکې بهرنیو نهادونو چې ددې ټاکنو څخه يي څارنه کوله دا ومنله چې مشروعیت يي له لاسه نه دی ورکړی خو ستونزې يي موږ تا ییدو او هغه به څیړل کیږي او وروسته به وروستۍ پایلې اعلان شي.)

د انتخاباتو خپلواک کمیسیون وایي چې د انتخاباتي شکایتونو د کمیسیون له خوا ترجدي څیړنو وروسته نږدې یونیم ملیونه رایې باطلې اعلان شوې او په دې برخه کې نورې څیړنې هم روانې دي.

دغه راز د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون له مخکې نه ویلي چې لسګونه درغلۍ کوونکي یې د پراخو درغلیو او انتخاباتي سرغړونو له امله څارنوالۍ ته هم معرفي کړي او د انتخاباتي شکایتونو څیړل لاهم د دوي له خوا دوام لري.

په عین حال کې معترضه کاندیدان وایي که چېرې د دوي غوښتنو ته په سمه توګه رسیدګي ونشي نو په راتلونکو ورځو کې به په کابل او ولایتونو کې نورې پراخې مظاهرې اولاریونونه هم وکړي.
XS
SM
MD
LG