د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۸:۰۴

شمس:د فلپین په غونډه کې د همکارېو د لا غښتلتیا په اړه خبرې وشي


د منځنې اسیا د هېوادونو د سیمه ایزو اقتصادي همکارېو د سازمان دویمه غونډه په فلیپین کې جوړه شوې ده.

د دغه غونډې مشري افغانستان په غاړه لري او په هغې کې د افغانستان د ماليې وزیر ډاکټرعمر زاخیلوال ګډون کړی دی.

د افغانستان د مالیې وزارت وايي، چې د دغه غونډې پایلې به نن له غرمې وروسته د ښاغلي زاخېلوال له خوا له فلپین څخه په یوه ویډیويي کنفرانس کې وړاندې شي.

ماریا صدیقي د مالیې وزارت له ویاند عزیز شمس سره مرکه کړې، چې لومړی يي ورڅخه د دغه کنفرانس د جوړېدو د هدف په اړه پوښتلي دي، چې دا مرکه د پاڼې په کیڼ اړخ کې د(ږغ) له برخې اورېدلای شي.
XS
SM
MD
LG