هغه زیاته کړه، چې د هایدروکربون انرژۍ ته د هند اړتیا په راتلونکو لسو کلونو کې په سلو کې څلویښت زیاتیږي.
من موهن سنګ وویل چې د هند زیاتره اړتیا به ځکه د وارداتو له لارې رفع شي چې د هند د تیلو خپل تولیدات به په راتلونکو لسو کلونو کې یواځې په سلو کې دولس زیات شي.
ده وویل، چې د هند حکومت د هېواد د تیلو کمپنۍ هڅوي چې له هېواده بهر د ګازو او تیلو فرصتونه او منابع ولټوي او د همدغه مقصد لپاره موږ غواړو د تیلو او ګازو د تولیدوونکو نورو هېوادونو سره د اقتصادي شراکت اړیکې د ګډومنافعو په اساس پیاوړي کړو.
من موهن سنګ په نوې ډهلي کې غونډې ته چې د پنځوسو هېوادونو څلویښت زره استازو په کې برخه اخیستې وویل چې هند به د یو څه اوږدې مودې لپاره د انرژۍ په هایدروکربونې منابعو تکیه وي.
ښاغلي سنګ زیاته کړه، چې په تېرو شلو کلونو کې د انرژۍ هایدرو کربوني منابعو ته د اسیا د هېوادونو اړتیا زیاته شوې په داسی حال کې چې دغو منابعو ته د اروپایي اتحادېې د هېوادونو او د اقتصادي همکاری د سازمان د هېوادونو اړتیا کمه شوې ده.
من موهن سنګ وویل چې د دغه بدلون سبب دادی چې د اسیایي هېوادونو د اقتصادي ودې تناسب چټک شوی او د نفوسو شمېر یي هم زیات شوی دی او همدارنګه تیل او ګاز اوس په بازارونو کې په اسانی نه شي لاس ته راوړل کېدای بلکه له تیلو څخه عموما د سیاسي اهدافو د تر لاسه کولو لپاره کار اخیستل کیږي.