د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۸ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۹:۳۵

لاوروف وايي، په افغانستان کې د نشه يي توکو پر ضد عملیاتو څخه خوښ دی


د روسېې د بهرنیو چار وزیر سرګي لاوروف
د روسېې د بهرنیو چار وزیر سرګي لاوروف
د روسېې د بهرنیو چار وزیر وايي، مسکو او واشنګټن موافقه کړې چې په افغانستان کې د ترویرزم او نشه یي موادو پرضد مبارزه کې به له یو بل سره همکاري لاپسې پراخه او ګړندۍ کړي.

سرګې لاوروف اترتاس خبري اژانس ته وویل، د امریکا د بهرنیو چارو له وزیرې هیلري کلینټن سره د نوموړي د شنبې د ورځې خبرې په افغانستان کې د مخدرو موادو پر ضد د امریکايي او روسي ځواکونو د وروستیو ګډو عملیاتو پر سر متمرکزې وې.

نوموړي وویل، له دغو عملیاتو راضي دي او هیله ده چې دا د نشه یي موادو پرضد مبارزه کې د دواړو هیوادونو د مشترکو هڅو یوه نمونه وي.

د جمعې په ورځ د لومړي ځل لپاره امریکايي او روسي ځواکونو په افغانستان کې د نشه یي موادو پر لابراتوارونو ګډ پوځی عملیات ترسره کړل.

د نشه يي موادو پرضد د روسيې د مبارزې د ادارې مشر ویکتور ایوانوف په مسکو کې د امریکا د سفارت له مرستیال سره په ګډه خبري غونډه کې وویل؛ په دغو عملیاتو کې چې د پاکستان پولې ته نزدې شوي، د نشه يي موادو څلور لابراتوارونه له منځه وړل شوي دي.

خو افغان دولت د نشه يي موادو پر ضد د امریکايي او روسيي ځواکونو ګډ عملیات خپل سري بللي او ولسمشر کرزي په یوې اعلامیه کې دا عملیات د افغانستان د مځکنۍ حاکمیت څخه سرغړونه ګڼلې ده.

د اترتاس خبري اژانس په وینا د امریکا او روسيې ولسمشرانو تیر کال موافقه کړې، چې په افغانستان کې د نشه يي موادو پرضد مبارزه یوازې پر راپورونو اتکا ونه کړي بلکې د دواړو هیوادونو د ګډ کمیسون کار باید نتیجه ولري.

د روسیې د نشه يي موادو ضد ادارې مشر ویلي، په افغانستان کې د مخدر موادو د تولید د لابراتورونو شمیر له تیر کال راهیسې دوه عشاریه پینځه برابره زیات شوي دي.

په افغانستان کې د طالبانو د رژیم له نسکوریدو راپدیخوا په افغانستان کې د نشه يي موادو تولید زیات شوی او روسیه یو له هغو هیوادونو څخه ده، چې له افغانستان څخه د نشه يي موادو د قاچاق په برخه کې زیاته اغیزمنه شوې ده.

د راپورونو له مخې د تاجکستان او ازبکستان له لارو د روسیې د مخدرو موادو په بازارونو کې ۹۰ فیصده هیروین له افغانستان څخه واردیږي.
XS
SM
MD
LG