عربستان تر اوسه د افغانستان د سولې د عالي شورا وړاندیز ته چې له طالبانو سره دې د سولې په خبرو کې مرسته وکړي، علنا څه نه دې ویلې، خو سیاسي څیړونکي وایي، عربستان چې دوه کاله مخکې په مکه مکرمه کې له طالبانو سره د پټو خبرو کوربه و داسې ښکارې چې د امریکا ترفشار لاندې به راشي، ځکه چې واشنګټن له افغانستان د خپلو ځواکونو د وتلو پر ستراتیژۍ غور کوي.
عربستان چې مکه مکرمه او مدینه منوره په خپلې غېږې کې لري بیا تل دا هڅه کوي چې پر اسلامي هیوادو خپل اغیز وساتي. یوه غربي دیپلومات په ریاض کې رویټرز اژانس ته وویل، پر عربستان ډیر فشار شته څو د افغانستان په لانجې کې منځګړیتوب وکړي.
رویټرز اژانس د یو شمیر سرچینو په وینا څرګندوي چې اوس د لومړي ځل لپاره ټولې مهمې خواوې، که افغان حکومت دی، یاغیان دي، واشنګتن دی یا اسلام اباد جدي غواړي چې روغه وشي.
د چارواکو په وینا عربستان، ترکیه، متحد امارات او پاکستان دا وس لري چې منځګړیتوب وکړي. یوه دیپلومات په کابل کې وویل، عربستان، امارات او پاکستان مثبته هڅه کولای شي. رویټرز اژانس د یوې سرچینې په وینا چې په افغانستان کې د سولې له خبرو خبره ده وایي، ریاض به تر دې نورو هیوادو منځګړیتوب ته ډير زړه ښه کړي، ځکه چې اوس واشنګتن د سولې د خبرو حمایت کوي او دوه کاله مخکې چې عربستان د افغان حکومت او طالبانو د سولې کوربه و هغه مهال واشنګتن دې خبرو ته زړه نه ښه کاوه. د سیاسي چارو کارپوه عبدالکریم حقانیار له طالبانو سره د روغې جوړې په خبرو کې د عربستان د دلچسپي په اړه وایي:
« عربستان د دې لپاره په دې خبرو کې علاقه لري چې نه غواړي په سیمه کې د ایران اغېز پراخ شي»
د یپلوماتان څرګندوي چې عربستان ته چې له تیرکال راهیسې د غرب یو شمیر کسان ورځي دغه هیواد هڅوي چې د سولې په خبرو کې منځګړیتوب وکړي، خو عربستان بیا هم ولې د افغانستان د سولې د عالي شورا دې غوښتنې ته چې نژدې لس ورځې مخکې یې له عربستانه وغوښتل چې د سولې خبرو ته د منځګړیتوب لپاره راوړاندې شي، تر اوسه ځواب نه دی ویلی، عبدالکریم حقانیار د دې علت روښانوي:
« د ۲۰۰۱ کال د سپتمبر د ۱۱ نیټې له نولس الوتک تښتونکو نه پنځلس د عربستان و، له همدې امله عربستان محتاطانه ګام اخلي څو لویدیځ هم خوشاله وساتي او د افراطیت تور هم پرې پورې نه شي»
یوجګپوړي لویدیځ دیپلومات چې نوم یې رویټرز اژانس ته نه دی اخیستی وایي، عربستان به منځګړیتوب وکړي خو دغه هیواد غواړي چې علني له ذي دخله افغان خواوو واوري چې دوی دا ځل د سولې په خبرو کې جدي دي. دغه دیپلومات زیاته کړه چې عربستان نه غواړي چې د سولې په هغو خبرو کې منځګړیتوب ته راوړاندې شي چې نتیجه نه ورکوي او له دې سره د دوی حیثیت ته زیان ورسي.
په ریاض کې افغان شارژدافیر نصراله غفاري رویټرز ته وویل، عربستان ډیر نقش لري او موږ هیله لرو چې سعودي مهم رول ولري داسې لکه پخوا چې یې د افغانستان او نورو هیوادو په چارو کې لرلی دی.
د عربستان د استخباراتو د ادارې د پخواني مشر شهزاده ترکي الفیصل په وینا تیره اونۍ خبر ورکړل شو چې دی وایي، پخوا چې عربستان د سولې په خبرو کې کومې هڅې کړې وې دا له کابله د ریاض د حمایت نښه وه خو الفیصل د دغو خبرو د بیا پیلیدو په اړه څه ونه ویل.
لس میاشتې مخکې چې د سولې خبرې تودې شوې د عربستان د بهرنیو چارو وزیر شهزاده سعود الفیصل څرګنده کړه، طالبان باید د القاعده شبکې مشر اسامه بن لادن وغندي بیا به ریاض منځګړیتوب ته رامخکې شي.
که چیرته عربستان د سولې خبرو ته راوړاندې نه شي نو ایران به په دې خبرو کې نسبتا ډیر نقش ولري. سعودي خبریال جمال خاشقجي وایي، زما په فکر عربستان به د افغانستان په قضیه کې ډیر دخیل شي کنه نور به وړاندې شي.