د افغانستان د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون وایي، د ولسي جرګې هر هغه کاندید چې د کمیسیون پر پریکړو قناعت نه لري، تر درې راتلونکو ورځو پورې دې د استناف محاکمې ته د دوي غوښتنلیکونه وسپاري.
د انتخاباتي شکایتونو د کمیسیون ویاند ضیا رفعت د پنجشنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل چې په یو شمېر ولایتونو کې د محلونو رایي یي باطلې شوې داسې وویل:
(په غور کې شپږ محلونه، په هرات کې څلور، په زابل کې یوولس، په کابل کې درې،په کندز کې یو، په خوست کې یو او په ارزګان کې لس محلونه چې رایي باطلې شوي دي.)
ښاغلي رفعت زیاته کړه، تر اوسه ورته د کاندیدانو شاوخوا شپږ زره شکایتونه رسېدلي چې، دوه زره او پنځه سوه یي په لومړي درجه شکایتونو کې راځي او د دې شکایتونو اویا فیصده یي څیړلې او پر نورو څیړنې روانې دي.
د یاد کمیسیون ویاند دا هم وویل چې تر اوسه یي، د ولسي جرګې دوه تنه کاندیدان چې پر ټاکلي وخت یي له دولتي څو کیو څخه استعفا نه وي کړې، د کاندیدانو له لست نه غورځول شوي دي:
(حاجی محمدرحیم ایوبي د لومړې نتیجې بریالۍ کاندید، د سرپل په حوزه کې او تورن جنرال حسام الدین د بغلان د ولایت کاندید چې دوي پر ټاکلي وخت له دولتې څو کیو څخه استعفا نه وې کړې او اوس په لست کې نشته.)
سره له دې د انتخاباتی شکایتونو کمیسیون د درغلیو د څیړلو په هکله د دوي د هلو ځلو څرګندونې کوي، خو زیاتره کاندیدان هغوي په انتخاباتو کې پاتې راغلي دي وایي، چې د انتخاباتو په بهیر کې پراخې درغلۍ شوي او که ونه څیړل شي، د ډیره مستحقو کاندیدانو پر حقونو به سترګې پټې شي.
راپور:خان محمد(سیند)