د رومن کاتولیک کلیسا د صدام حسین د یکتاتور رژیم د بهرنیو چارو د وزیر او د صدراعظم د مرستیال طارق عزیز د مرګ له سزاء سره مخالفت کړی دی.
د عراق سترې محکمې د سې شنبې په ورځ طارق عزیز په دار ځړولو محکوم کړ، دې په دې مجرم پیژندل شوی دی چې د صدام حسین د رژیم په وخت یې د اسلامي ګوندونو مشران محاکمه کړې، وژلي او بشري حقوق یې تر پښو لاندې کړې دي.
په روم کې د واتیکان ویاند، فیدریکو لومباردي وویل، واتیکان به له عراقي چارواکو سره د طارق عزیز د مرګ د حکم په اړه خبرې وکړي.
طارق عزیز عیسوي دی او په دوه زره دریم میلادي کال کې یې پر عراق د امریکا تر برید مخکې له پخواني پاپ جان پال سره کتلي وو.
لومباردي وویل، د طارق عزیز د مرګ سزاء که بدله شي نو په عراق کې به سولې، پخلاینې او عدالت ته خلک وهڅول شي.
اروپایي ټولنې او د بخښنې نړېوال سازمان هم د طارق عزیز له په دار کولو سره مخالفت کړی دی.
تر اوسه د طارق عزیز د دار ځوړندولو نېټه نه ده ټاکل شوې. د ده مدافع وکیل دیرش ورځې وخت لري څو استیناف ته رجوع وکړي.
تېرکال طارق عزیز په پنځلس کاله بند په دې تور محکوم شو چې په نولس سوه دوه نویم میلادي کال یې د لسګونو سوداګرو په وژنه کې لاس درلود او همدا راز په دې مجرم پیژندل شوی و چې د صدام حسین د رژیم په وخت یې کردان په زوره د عراق له شماله لیږدېدلو ته اړ ایستي وو.
طارق عزیز د دوه زره دریم کال په اپریل کې څو ورځې وروسته تر دې چې بغداد سقوط وکړ، ځان په خپله امریکایي ځواکونو ته وسپاره.