د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۴ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۶:۲۰

چهارشنبې د اکتوبر ۲۶ مه


ډیرو لویدیځو ورځپاڼو د افغانستان د ولسمشر دفتر ته د ایران د پیسو ورکولو پرموضوع لیکنی خپرې کړي دي.

نیویارک ټایمز:

امریکایي نیویارک ټایمز ورځپاڼې چې د ولسمشر دفتر ته یي د ایران د پیسو ورکولو مسله د لومړې ځل لپاره افشا کړې، په خپلې وروستی ګڼه کی لیکلي چې ولسمشر کرزي د دوشنبې په ورځ دا ومنله چې په منظم ډول د ایران د حکومت له خوا د میلیونونو ډالرو مرسته ترلاسه کوي.

د ورځپاڼې په وینا ولسمشر په خبري کنفرانس کې پر امریکا تور ولګاوه چې د هغو خصوصي امنیتي کمپنیو د مالي سمبالولو له لارې د افغانانو په وژنو کې مرسته کوي چې په دې هېواد کې د ساختماني پروژو او د لوژیستیکي کاروانونو امنیت ساتي.

کرزی د دغو امنیتي کمپنیو د منحلولو د نېټې د تمدید لپاره د پراختیایي ټولنو په شمول د لویدیځو سازمانونو عاجله غوښتنه رد کړه.

ولسمشر کرزي په هېواد کې د امنیتي کمپنیو د بندولو او د هغوي د فعالیت د پای ته رسېدو لپاره د ډیسمبر میاشت وروستی مهلت ټاکلی دی.

نیویارک ټایمز لیکي، د ولسمشر کرزي له حکومت سره د ډیپلوماتیکي اړیکو د ښه کولو او په افغانستان کې د یوې سالمې حکومت داری د رامنځته کولو د هڅو سره سره د ولسمشر کرزي وروستی څرګندونې د کابل او واشنګټن د حکومتونو ترمنځ د اړیکو د خرابوالي د وروستیو نښو ښکارندویي کوي.

د ورځپاڼې په وینا د افغانستان او امریکا د حکومتونو ترمنځ ترینګلې اړیکي، په دې هېواد کې د وسله والو طالبانو په وړاندې کرزي او د افغانستان اردو ته د زیاتو مسولیتونو د سپارلو اهداف له خطر سره مخامخ کوي.

بریتانوي ډیلي ټیلیګراف:

بریتانوي ډیلي ټیلیګراف ورځپاڼې د ویکیلیکس انترنیټې خپرونې له خوا د پټو اسنادو د خپرېدو مسله په یوه تحلیلي مطلب کې څیړلې ده او لیکي، ډیر پخوا په ۱۳۸۱ میلادي کال کې د هرات خلکو د وخت د امپراتور تیمورلنګ د زور او اقتدار په وړاندې پاڅون وکړ.

د ورځپاڼې په وینا د هرات د خلکو دغه اقدام عاقلانه نه وه ځکه د تیمورلنګ زوی میرانشاه امر وکړ چې د ټولو یاغیانو سرونه پرې او له کوپړېو یي له ښاره بهر منارجوړ کړي.

د ویکیلیکس د مسول جولیان اسانژ لس ګونه زره پټ اسناد چې روانه اونۍ یی نړېوالو ته افشاه کړل، موږ ته یو شی راښیی هغه دا چې:

سرتېري په جګړو کې اکثره وختونه شکنجه کیږي، قوماندانان په خپلو پریکړو کې ځیني وختونه د جرم شریک ګرزي او حکومتونه یي هم په ځینو مواردو کې کارونه په بل شکل ترسره کوي یا له نورو حکومتونو سره د فرعی قرادادونو له لارې خپل ټاکلي اهداف ترلاسه کوي.

ډیلي ټیلیګراف لیکي، دغه افشاکول موږ ټول بیروي او هغه مو ډیراندیښمن کوي ځکه دا تجربه مو زده کړې چې د تیمورلنګ له خوا د خلکو د سرونو له کوپړېو جوړمنارونه په تېر وخت پورې تړلي دي او اوسنی تمدن مو د هغه له پوهاوي منع کوي.

د ورځپاڼې په وینا په اوسنی ملی فرهنګ کې شکنجه تقریبا تل د هغوي له خوا چې سادیست یا هم ډارن دی ترسره شوې چې دی ټکي ته په پام سره د ویکیلیکس له خوا د پټو اسنادو افشا کول، په افغانستان او عراق کط د بهرنیو ځواکونو د ترسره شوېو د چل و ول د اعمالو او شرارت حکایت کوي.
XS
SM
MD
LG