د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۱ مرغومی ۱۴۰۴ کابل ۰۶:۴۸

عزیزي:د پارلمان او حکومت ترمنځ اړیکي باید قانوني شي


ښاغلی همایون عزيزي
ښاغلی همایون عزيزي
د افغانستان په پارلماني چارو کې د دولت وزیر تمه ښيي چې د افغانستان د نوي ولسي جرګې په رامنځ ته کېدو سره به د حکومت او ولسي جرګې له خوا د یو بل په چارو کې د لاس وهنې د ستونزې د مخنیوي لپاره هلې خلې وشي.

ښاغلي همایون عزیزي همدا راز وايي چې یو شمېر هغو وزارتونو او خپلواکو ادارو ته به هم چې د سرپرستانو له خوا اداره کیږي، وزیران د نوي ولسي جرګې په لومړنیو غونډو کې ور وپیژندل شي.

زموږ همکار احمد زبیر ژمن په دې اړه همدا راز د وزیرانو د شورا د وروستۍ پریکړه په اړه چې ویلي یې دي، ولسي جرګه باید د پارلمانو چارو د وزارت له لار خپلې اړیکې له حکومتي ادارو سره تنظیم کړي، له ښاغلي همایون عزيزي سره ځانګړې مرکه کړې ده، چې دا مرکه د پاڼې په کیڼ اړخ کې د(ږغ) له برخې اورېدلای شي.
XS
SM
MD
LG