د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۴۲

امریکا کوښښ کوي چې د امنیتي کمپنیو په بندولو د رامنځته شوي بحران مخه ونیسي

 د امریکا حکومت په تېرو څومیاشتو کې وکولای شول چې افغان حکومت ته قناعت ورکړي چې په خپله فیصله کې یو څه استثناوي ومني او د هغو امنیتي کمپنیو فعالیت ته اجازه ورکړي چې سفارتونه او پوځي تاسیسات ساتي، خو افغان دولت نه غواړي دغه استثنا پراخه کړي.

امریکایي چارواکي وایي د امریکا حکومت زیار کوي چې په افغانستان کې د خصوصي امنیتي کپمنیو پر فعالیت د بندیز څخه د رامنځ ته شوي بحران مخه ونیسي، د دغه بندیز له امله کېدای شي د بیا رغونې د ملیارډو ډالرو پروژې لغوه یا وځنډول شي.

هغه نړېوالی نا دولتي موسسې او سازمانونه چې په افغانستان کې د بیا رغونې په چارو کې کار کوي، زیاتره په خصوصي امنیتي کمپنیو تکیه دي.

امریکایي چارواکي کوښښ کوي چې په راتلونکو دو ورځو کې له ولسمشر کرزي او د ده له مرستیالانو سره خبرې وکړي او دوي ته قناعت ورکړي چې د خصوصي امنیتي کمپنیو د فعالیت د ممنوع کولو په فیصلې بیا فکر وکړي.

یو لوړ رتبه امریکایي چارواکي چې په موضوع واقف دی او د خپل نوم له یادونې یي ډډه کړې د اسوشیتد پریس خبري اژانس ته ویلي دي که چېرې د دغو خصوصي امنیتي کمپنیو فعالیت ودرول شي نو ډیرې مرستې به ودریږي.

بل خوا واشنګټن پوسټ ورځپاڼې پرون رپوټ ورکړ چې په افغانستان کې د خصوصي امنیتي کمپنیو د فعالیت ممنوع کول په هېواد کې هغو امریکایي پروژوه باندې چې لګښت یي یونیم ملیارډ ډالرو ته رسیږي تاثیر کوي.

خو چارواکو اسوشیتد پریس خبري اژانس ته ویلي دي چې د دغې فیصلې تاثیر کېدای شي له دی هم زیات وي او په افغانستان کې د سړکونو ، پلونو او ښوونځیو د جوړونې په پروژو چې لګښت یي ملیارډو ډالرو ته رسیږي تاثیر وکړي.

دغو چارواکو ویلي دي چې د بیارغونې ځینو شرکتونو لا سرله اوسه خپل ځیني کارونه ځنډولي دي او که چېرې ډاډمن اقدامات ونه شي نو کېدای شي ډیرې موسسې خپل کارونه پریږدي.

خو دغه چارواکي هیله مند دي چې په راتلونکو دوه ورځو کې به د افغان دولت او امریکایي دیپلوماتانو د خبرو په نتیجه کې یو حل رامنځ ته شي.

د اسوشیتد پریس خبري اژانس رپوټ زیاتوي چې د امریکا حکومت د خصوصي امنیتي کمپنیو په منحلولو کې د ولسمشر کرزي د هدف ملاتړ کړی دی.

د امریکا حکومت په دې پوهیږي چې شاوخوا ۱۵۰ خصوصي کمپنۍ چې تقرییا شپیته په سلو کې یي رسمي جواز نه لري، په افغانستان کې د بد امنی او د حمایت د ضرورت په بنیاد رامنځ ته شوی دی.

د امریکا حکومت په تېرو څومیاشتو کې وکولای شول چې افغان حکومت ته قناعت ورکړي چې په خپله فیصله کې یو څه استثناوي ومني او د هغو امنیتي کمپنیو فعالیت ته اجازه ورکړي چې سفارتونه او پوځي تاسیسات ساتي، خو افغان دولت نه غواړي دغه استثنا پراخه کړي.

د امریکا بهرنیو چارو وزارت څو ورځې مخکې وویل چې دوي د افغانستان له حکومت سره په دې کار کوي چې د خصوصي امنیتي کمپنیو د فعالیت د بندیز د پریکړې تاثیرات په کامله توګه درک کړای شي.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند پي جي کرولي د تېرې دوشنبې په ورځ وویل هغه استثناوې چې افغان دولت د سفارتونو او پوځي تاسیساتو د ساتنې په برخه کې منلي دي مناسب ګام دی خو ځیني نور مسایل هم شته چې موږ له افغان دولت سره پرې کار کوو.
XS
SM
MD
LG