د کندهار امنيتي چارواکي وايي چې، د دغه ولايت په پنجوايي ولسوالۍ کې د تېرې يوې اوونۍ را په دې خوا عمليات پيل شوي او په دغه عملياتو کې شا وخوا شل وسلوال طالبان وژل شوي.
د کندهار ولايت مطبوعاتي دفتر په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې ويلي چې په دغه عملياتو کې ملي پوليس ملي اردو سرحدي پوليس او د ايساف ځواکونو برخه لري، د خبرپاڼې په حواله دغه عمليات د همکارۍ تر تدابيرې پلان لاندې پيل شوي.
خبر پاڼې ويلي چې په يادو عملياتو کې درې ماينونه او د چاودېدونکو توکو ډکې پنځه ډبې د دولتي ځواکونو لاس ته ورغلي او همدا راز د وسلوالو مخالفينو ګڼ شمېر پټن ځايونه لمنځه وړل شوي دي.
بل خوا د کندهار د امنيي قومندان مل سردارمحمد ځاځي وايي چې دغه عمليات د پنجوايي ولسوالۍ په زنګا وات او تلقان کليو کې شوي او د ولسوالۍ په پاتې سيمو کې به هم تر سره شي:
( د پنجوايي په زنګاوات تلقان سپيروان او زلخان کليو کې عمليات شوي په عملياتو کې سرحدي پوليس ملي اردو ملي پوليس او نظم عامه برخه لري.)
د کندهار په پنجوايي ولسوالۍ کې پر داسې مهال د دولت د وسلوالو مخالفينو د لمنځه وړلو په مقصد عمليات کيږي چې د همدې ولسوالۍ په څنګ لوري ژیړۍ او ارغنداب ولسواليو کې هم د تېرې يوې مياشتې را په ديخوا عمليات دوام لري.
چارواکي وايي چې، د دې ولسواليو ډيرې سيمې يي د وسلوالو طالبانو څخه پاکې شوي دي، خو د دولت وسلوالو مخالفينو تر اوسه په دې اړه کومه تبصره نه ده کړې.
راپور : محمدصادق رښتينى،کندهار