د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۵ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۱:۰۴

افغان دولت د ترانزیټ ملي ورځ په کابل کې ولمانځله


د ټرانزیت د ملي ورځې د لمانځلو په دریمه کلیزه کې خصوصي هوایي او ځمکنیو ټرانسپورټي شرکتونو مسؤلینو او دولتي چارواکو په دې برخه کې په خپلو لاسته راوړنو او ستونزو پراخ بحثونه وکړل.

د ټرانزیت د ملي ورځې د لمانځلو دا غونډه د دوشنبې په ورځ د کابل په انټر کانټیننټل هوټل کې جوړه شوې وه.

د ټرانسپورټ سرپرست وزیر ډاکټر داؤد علي نجفي په خپلو کې خبرو کې وویل، چې په تېرو کلونو کې او د هغو هڅو په نتیجه کې، چې په دې وروستیو کې شوي د هېواد په هوایي او ځمکني ټرانسپورټ کې د پام وړ پرمختګونه شوي، ښاغلي نجفي ځینو لاس ته راوړنو ته په اشارې وویل:

(د افغانستان اسلامي جمهوریت او د ایران،پاکستان،عربستان،قطر،بریتانیا،روسیه،جرمني او نورو هېوادونو ترمنځ د هوايي قراردادونو لاسلیکول، د کابل د نړېوال هوايي ډګر د نوي ترمینل جوړول.

د وریښمو د لارې بیا رغول او له دې لارې د لومړي ازمایښتي کاروان په بریالي توګه تیرول د تیرې څوکلونو سترې لاسته راوړنې دي، نن به هم د واټ نړېوال سازمان د یوه تړون د لاسلیکولو شاهدان و اوسو او له دې وروسته به دا سیسټم په افغانستان کې فعاله شي)

د ټرانسپورټ سرپرست وزیر زیاته کړه، چې د نا امنیو په څیر د ځینو ستونزو له کبله د ځمکني ټرانسپورټ د پیاوړې کولو بهیر سست پر مخ روان دې.

غونډې ته د خصوصي ټرانسپورټي شرکتونو یو شمېر استازو هم وینا وکړه او په هېواد کې د ټرانسپورټ او ترانزیت په برخه کې شوېو پرمختګونو ته په اشارې وویل، چې اوس هم ځینې ستونزې موجودې دي، چې باید حل شي.

دغو استازو د لوېو لارو په سر په غیر قانوني ډول د پیسو اخیستل یوه له دغو ستونزو وبلله، چې د دوي په وینا د حل لپاره یي پراخو هڅو ته اړتیا ده

د ټرانزیټ د ملي ورځې په لمانځ غونډه کې د ټرانسپورټ سرپرست وزیر او د واټونو نړېوالې ادارې یو تړون هم لاسلیک کړ، چې له مخې یی افغانستان کولې شي، د ځمکې له لارې د نړۍ نورو هېوادونو ته خپل تجارتي مالونه ورسوي، خو دا تړون ځینو نورو موافقو ته هم اړتیا لري، څو عملي بڼه غوره کړي.

افغان دولت په هېواد کې د ترانزیت د ستونزو د هواري لپاره پراخې هڅې پیل کړي او اوس اوس یي له پاکستان سره د ترانزیت یو تړون هم لاسلیک کړې.

خو خصوصي ټرانسپورټي شرکتونه وایي، چې لا یي هم ګاونډیو هېوادونو ته د ننوتو اجازه نه ده ترلاسه کړې او په عینې حال کې د هېواد هوایي ټرانسپورټي شرکتونه هم محدود نړېوالې الوتنې کوي.
XS
SM
MD
LG