د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۴۳

یو شمېرکاندیدانو یو ځل بیا د انتخاباتو په پروسه نیوکۍ وکړې


نارضا کاندیدانو په کابل کې د موبایل په وسیله د درغلیو د سحنو اخیستل شوي فلمونه هم نندارې ته وړاندې کړل
نارضا کاندیدانو په کابل کې د موبایل په وسیله د درغلیو د سحنو اخیستل شوي فلمونه هم نندارې ته وړاندې کړل
په داسې حال کې چې ټاکل شوې د انتخاباتو خپلواک کمیسیون ډیر ژر د ولسي جرګې د انتخاباتو لومړنۍ پایلې اعلان کړي، له کابل او یو شمېر ولایتونو څخه په لسګونو کاندیدانو یو ځلې بیا په دغو انتخاباتو کې د شوېو درغلیوو په اړه اعتراضونه وکړل.

دوي په کابل کې د موبایل په وسیله د درغلیو د سحنو اخیستل شوي فلمونه هم نندارې ته وړاندې کړل. په دغو فلمونو کې لیدل کیږي چې، یو شمېر کسان په دشتې، یا شخصي کورونو کې د انتخاباتو د کمیسیون د چارواکو له حضور پرته ډکیږي، تر ټولو جالبو سحنه په کې هاغه وه، چې د یوې ولسوالۍ د انتخاباتو مسئولین د ځینو کسانو له خوا بندیان کیږي.

له کندهار او کابل څخه څو دوو تنو کاندیدانو نورالحق علومي او نجلا انجیلا د نورو په استازیتوب ازادۍ راډیو ته خپل اعتراضونه داسې بیان کړل.

د ولسي جرګې په تېرو انتخاباتو کې د درغلیو په اړه مستند فلمونه پخوا هم د ځینوکاندیدانو له خوا په تلویزیونونو کې ښودل شوي دي.

خو د افغانستان د انتخاباتو خپلوا کمیسیون اعلان کړی و، چې هر څوک د درغلیو په اړه شواهد ترلاسه کوي دوی ته دې وړاندې کړي.

بل خوا د انتخاباتو د شکایتونو کمیسیون وايي، دوي به په څو ورځو کې د ولسي جرګې د پنځه ويشتو اوسنیو غړو او ځینو نورو هغو کاندیدانو په اړه خپله پریکړه اعلان کړي چې د درغلیو په تور دوي ته ورپیژندل شوي دي:

(د هغو یو سلو پنځه اویا کاندیدانو له ډلې څخه چې د امنیتي ارګانونو او د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون له خوا د درغلیو او سرغړونو په تور د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون ته ورپیژندل شوي دي.

د ولسي جرګې پنځه ویشت اوسني غړي او ځینې هغه کاندیدان هم په کې شامل دي چې د لوړ پوړي دولتي چارواکو خپلوان دي. د دوي په اړه د کمیسیون وروستې پریکړه ښايي په راتلونکو څو ورځو کې اعلان شي.)

پخوا تر دې د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیسیون اعلان کړی و، چې د درغلیو په اړه د موثقو شواهدو د موجودیت له امله یې په اکثرو ولایتونو کې د یو شمېر مرکزونو رایې باطلې اعلان کړي دي.

د کمیسیون چارواکي وايي چې، د باطلو شوېو رایو شمېر دومره ډیر دی چې د ولسي جرګې په تېرو انتخاباتو کې د خلکو د ګډون په عمومي شمېر چې له څلور ملیونو ډیر ښودل شوی و، اغیزه وکړي.
XS
SM
MD
LG