د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۴ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۱:۰۲

د افغان خبریالانو د ټولنې د مشر د وژنې په تور ۴ کسه نیول شوي


خدای بخښلی حامد نوري د روژې په مبارک میاشت کې د چاقو په ګذارونو وژل شوی
خدای بخښلی حامد نوري د روژې په مبارک میاشت کې د چاقو په ګذارونو وژل شوی

د پولیسو د کابل د ۱۰۱ اسمايي زون د قومندانۍ د جنایي څیړنو ريیس ازادي راډیو ته وویل، چې نیول کسان به په راتلونکو څو ورځو کې د افغانستان لویې څارنوالۍ ته ور وپیژندل شي.

د افغانستان د ملي راډیو تلویزیون پخوانی ویاند او د خبریالانو د ټولنې مرستیال سید حامد نوري سږ کال د روژې د میاشتې په وروستیو کې د کابل په لومړنیو مکروریانو کې له خپل کور نه راوویستل شو او بیا د چاقو په ګذارونو ووژل شو.

د کابل پولیس وايي، په دغې وژنې کې د لاس لرلو په تور یې د یوې ښځې په ګډون څلور مشکوک کسان نیولي دي.

د پولیسو د کابل د ۱۰۱ اسمايي زون د قومندانۍ د جنایي څیړنو ريیس محمد ظاهر ازادي راډیو ته وویل، چې نیول شویو کسانو په خپل جرم اعتراف کړی دی. هغه وویل، د قتل انګیزه حساسه ده ځکه خو یې له ویلو ډډه کوي:

"اوس مو په دې ارتباط څلور نور کسان چې د قتل په پیښه کې لاس لرلي، نیولي دي. دوی په ‌ډاګه اعتراف کړی او د قتل علت یې هم ویلی.

دوه نور کسان فراریان دي او موږ یې د نیول هڅه کوو، خو هغوی هم تښتیدلی نه شي. بیا به موږ نیول شوي کسان څارنوالۍ ته ور وپیژنو. په دې مسالې کې ځینې داسې خبرې دي، چې زه نه غواړم په مطبوعاتو کې بیان شي."

راپورونه وايي، چې سید حامد نوري د روژې د مبارکې میاشتې په وروستیو کې د شپې یوه تلیفون ته له ځواب ورکولو وروسته له کوره ووته او بیا دباندې ولاړو نامعلومو کسانو د قاچو په ګذارونو وواژه.

د نوموړي د وژنې په ارتباط د مشکوکو کسانو د نیول کیدو په اړه د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزير ډاډ څرګند کړ چې مجرمان به په خپلې سزا رسیږي.

د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر سید مخدوم رهین د جمعې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، دی نه پوهیږي چې د ښاغلي حامد نوري د وژنې پیښه د هغه په مسلک پورې تړلې ده او که نه په شخصي مسایلو پورې.

نوموړي همداراز وویل، چې په افغانستان کې د خبریالانو د حقونو د تضمین لپاره نوې مقرره رامنځ ته کیږي.

د ښاغلي رهین په وینا دغه نوې مقرره به د خبریالانو شغلي امنیت تضیمین کړي:

"داسې شکایتونه موږ ته رسیږي، چې یوه کس ته یوه رسنۍ یو په یو وايي، چې ځه د خدای په امان دې، نور مو نه یې په کار او هغه له شغلي امنیت او سبا ته د خپلې کورنۍ د نفقې لپاره له ډاډ پرته اړ کیږي، چې له دې ارګان سره کار پریږدي.

په دې برخه کې لازمه ده، چې د خبریالانو، ویاندویانو او د هغو کسانو د ملاتړ لپاره چې په رسنه یېزو ارګانونو کې کار کوي، باید په خپل ژوند کې یو ډول شغلي امنیت رامنځ ته شي. هر کله چې دغه مقرره جوړه شوه، دوستانو ته به یې خبر ورکړای شي."

نوموړي زیاته کړه، چې د دغې مقررې د رامنځ ته کولو لپاره یو کمیسیون جوړ شوی، چې د افغانستان د خبریالانو د دوو ټولنو مشران او د اطلاعاتو فرهنګ، عدلیې او کار او ټولنیزو چارو وزارتونو استازي په کې ګډون لري.

افغانستان د خبریالانو لپاره په نړۍ کې یو له خطرناکو هیوادونو بلل کیږي، چې په تیرو څو کلونو کې په کې ګڼ شمیر خبریالان وژل شوي دي.

خبریالان شکایت کوي چې د دوی د امنیت لپاره لازم تدابیر نه نیسي او تر اوسه پورې یې د کوم خبریال د وژنې په تور څوک نه دی محاکمه کړی.

خو چارواکي بیا استدلال کوي چې په افغانستان کې امنیتي ستونزه د ټولو شریکه ده.
XS
SM
MD
LG