افغان حکومت سعودي عربستان ته د پنځه دیرش زرو افغان حاجیانو د انتقال پروسه پیل کړه هغه چاره چې په تېرو څو کلونو کې په پرله پسې توګه یې په اړه شکایتونه شوي دي.
د شنبې په ورځ د اریانا افغان هوايي شرکت الوتکۍ د دغو حاجیانو لومړنۍ ډله له پایتخت کابل څخه د سعودي عربستان د جدی نړېوال هوايي ډګر ته انتقال کړه.
د کابل په هوايي ډګر کې د یوې ډلې حاجیانو د رخصتولو په وخت د افغانستان د حج او اوقافو وزیر ډاډ څرګند کړ چې سږ کال به افغان حاجیان له هغو ستونزو سره نه مخ کیږي چې تېر کلونه یې په اړه شکایتونه شوي:
(تر اوسه پورې د حج د چارو ترتیب او تنظیم په ټولو اړوندو ارګانونو کې هغسې روان دی، څرنګه چې یې موږ هیله لرو، هیله ده چې په راتلونکې کې له دې نه لا ښه منسجم شي او هغو ستونزو ته چې تمه کیږي چې خدای دې نه کړي ورسره مخ کېدای شو، مخ کې له مخکې تدابیر ونیول شي، تر څو ورسره مخ نه شو.)
سږ کال پنځه دیرش زره افغانان د حج فریضه ادا کوي، له دوي څخه به یې دیرش زره د اریانا افغان هوايي شرکت او پنځه زره نور یې د کام ایر خصوصي شرکت له خوا سعودي عربستان ته انتقالیږي.
د افغانستان د حج او اوقافو وزیر وویل، هره ورځ به زر تنه افغان حاجیان سعودي عربستان ته انتقال شی.
ښاغلي نیازي وویل، سږ کال سعودي عربستان ته د افغان حاجیانو د انتقال پروسه له خپله وخته لس ورځې وړاندې پیل شوه، تر څو په سمه توګه د ستونزو مخنیوی وشي.
د اریانا افغان هوايي شرکت رئیس کپتان معین وردګ وویل، چې سږ کال افغان حاجیان د کابل، هرات، مزارشریف او کندهار هوايي ډګرونو څخه انتقالیږي، ښاغلي وردګ هم ډاډ څرګند کړ چې د افغان حاجیان په انتقالولو کې څه ستونزه نشته:
(د جدې د هوايي ډګر د حاجیانو ترمینل هم نن زموږ په پرواز سره پرانیستل شو، لومړۍ ورځ یي ده،په تېرو کلونو کې موږ شاهدان و، چې ان پنځلس شل ورځې به تېرېدې خو د پرواز اجازه به نه شوای اخیستل کېدای، خو سږ کال په لومړۍ ورځ هر څه چمتو دي، ټول اړوند ارګانونه په ورورولۍ سره پر مخ ځي، هیڅ ستونزه نشته.)
په تېرو څو کلونو کې افغان حاجیانو سعودي عربستان ته د انتقال په پروسې کې له ځنډېدو او هلته د اوسېدو د ځای د ناوړه شرایطو په اړه شکایتونه کړي دي .
تېر کال د حج او اوقافو سرپرست وزیر صدیق چکري او وړم کال د ترانسپورټ او هوايي چلند وزیر حمیدالله قادري هم په دغې پروسې کې په اداري فساد تورن شول چې تر اوسه پورې یې دوسیې په څارنوالۍ کې دي.