د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۷ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۸:۴۳

لطیف اپریدي:که د امریکا او پاکستان اړیکې ښې نه شي نو لاره نه شي خلاصېدای


د پاکستان په بلوچستان کې وسله والو هغو ټانکرونو ته اور ورته کړی دی چې افغانستان ته یې د ناټو لپاره اکمالات کول، رویټرز اژانس په سیمه کې د یوه چارواکي نعیم شیرواني په وینا څرګنده کړې ده چې نژدې شل تنه وسله والو د ناټو نژدې دیرش ټانکرو ته اور ورته کړ.

دا ټانکر د سیبي په ښار کې ولاړ و چې وسله والو نن سپیده چاود مهال برید پرې وکړ. دا په یوې اونۍ کې شپږم برید دی چې مسلمان افراطیان یې د ناټو د اکمالاتو پر کاروان کوي.

دا بریدونه وروسته تر دې پیل شول چې یوې امریکایۍ هلکوپتر د پاکستان دننه د سپتمبر په دیرشمه په هوایي برید کې دوه پاکستاني پوځیان ووژل.

له دې پېښې وروسته د پاکستان حکومت د تورخم لاره د ناټو پر اکمالاتو بنده کړه خو د پاکستان په جنوب ختیځ کې د ناټو د اکمالاتو بله لاره پرانیستې ده.

ناټو اوس هیله ښکاره کړې ده چې ژر به د تورخم لاره پرانیستل شي، د خیبر درې له قومي مشر او د سیاسي چارو له کارپوه لطیف اپریدي سره پر دې مسالې احمد شیبر مرکه کړې ده، دا مرکه د پاڼې په کیڼ اړخ کې د(ږغ) له برخې اورېدلای شي.
XS
SM
MD
LG