باختر:
باختر نا دولتي ورځپاڼې په دې اړه په خپل یو مطلب کې لیکلي، چې په افغانستان کې د سولې ټینګښت له بېلابېلو پیچلتیاو سره مخامخ ده او یوه ورځ وروسته له هغې، چې د سولې عالي شورا خپل کار پیل کړ وسله والو د کندز والي وواژه.
ورځپاڼې په عینې حال کې په جومات کې د بمې حملې کول، چې د کندز د والي ترڅنګ د لسګونو نورو ملکي کسانو د مړینې سبب شو په کلکه غندلې او لیکلي، چې وسله وال په داسې یو سپیڅلي ځای کې هم ورانکاري فعالیتونه کوي.
هېواد:
د هېواد دولتي ورځپاڼې بیا لیکلي، چې دا چاودنه په داسې وخت کې وشوه، چې امام د جمعې خطبه ایله خلاصه کړې وه او په یو درنګ کې د الله کور د بې ګناه انسانو په وینو رنګ شو.
ورځپاڼې لیکلي، چې دې حملې وښودله، چې د سولې او ثبات دښمنان اسلامي اصولو او ارزښتونو ته هم پابند نه دي، که وای نو په جومات کې به یي په دا ډول کرغیړن عمل لاس نه پورې کاوه.
ورځپاڼې دا هم لیکلی، چې دې پېښې یو ځلې بیا د هېواد په شمالي ولایتونو کې د امنیتي وضعې په اړه ژور اندیښنې را وټوکولې.
ورځپاڼې امنیتي ادارو ته سپارښتنه کړې، چې دا مسئله په جدي توګه وڅاري، ځکه د ورځپاڼې په وینا اساسي اندیښنه داده، چې هسې نه په سپیڅلو ځایونو دا حملې په یو دود بدلې نه شي.
ورځپاڼې خلک هم هڅولې، چې د خپلو سپیڅلو ځایونو د دفاع لپاره ملا وتړي او پرې نږدي، چې د دوي معنوي ارزښتونه تر پښو لاندې شي.
اراده:
د ارادې خپلواکې ورځپاڼې بیا د سولې د عالي شورا په وړتیاو بحث کړې او لیکلي، که څه هم دې شورا زیاتې هیلې زیږولي، خو باید د سولې هڅې دوام وکړي.
ورځپاڼې وړاندې لیکلي که څه ولسمشر کرزي د دې شورا د پرانیستلو په مهال د هغې په خپلواکۍ ټینګار وکړ، خو د ورځپاڼې په باور په دې اړه ځینو شکونه لا موجود دي.
راه نجات:
خو د راه نجات نا دولتي ورځپاڼې بیا د سولې د ټینګښت لپاره د روانو هڅو په بریا د دې کبله شک څرګند کړې، چې د پاکستان استخبارات د افغان دولت او طالبانو ترمنځ د خبرو په وړاندې خنډونه جوړوي.
ورځپاڼې لیکلي، چې تل د پاکستان د لاس وهنو په اړه شکایتونه شوي، خو نړېوالې ټولنې په دې شکایتونو کوم غوږ نه دې ګرولې.
ورځپاڼې په افغانستان کې د سولې د ټینګښت په وړاندې یو بل خنډ ته هم اشاره کړې او لیکلي، چې د دې خبرو لپاره له مخکې نه وړاندې کیدونکو شرطونو هم دا هڅې له ناکامۍ سره مخامخ کړي.
ورځپاڼې د سولې د عالي شورا په وړاندې د طالبانو غبرګون هم راخیستې او لیکلي، چې طالبانو تل دا ډول شوراګانې او هڅې رد کړي دي.
په افغانستان کې د خصوصي امنیتي کمپنیو فعالیت بله مسئله ده، چې د کابل چاپ ورځپاڼو پرې په خپلو نننیو ګڼو کې بحث کړې.
ویسا:
د ویسا خپلواکه ورځپاڼه په دې اړه په یو مطلب کې لیکي، چې د امریکا مشرانو جرګې د دغو امنیتي کمپنیو ځینې غړي له طالبانو، جنایت کاره ډلو او د ایران له استخباراتو سره په اړیکو درلودلو تورن کړي.
ورځپاڼې په دوام کې د ځینو سناتورانو په حواله لیکلي، چې د مالیي ورکوونکو پیسې په افغانستان کې د جګړه مارانو، زورواکو او هغو کسانو لاس ته ورځي، چې د ایتلاف ضد فعالیتونو کې لاس لري.