د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۱ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۸:۵۰

جمعې د اکتوبر ۸مه


لویدیځو ورځپاڼو د افغانستان د حکومت او طالبانو د اړیکو مساله څیړلې ده.

کرسچن ساینس مانیټور:

کرسچن ساینس مانټور ورځپاڼه لیکي، دې خبر چې افغان حکومت د ملا محمد عمر په مشرۍ د کوټې د شورا له غړیو سره اړیکي ټینګ کړي دي، د افغانستان په بیلابیلو حلقو کې همداراز په امریکا کې هیلې پیدا کړې دی.

د ورځپاڼې په وینا دا اړیکي ښایي نیول شوې وي، خو په افغانستان کې د سولې لاره دومره هم هواره نه ده چې په کابل او واشنګتن کې ورته خلک دومره ژر وهوسیږي.

کرسچن ساینس مانتور موضوع څیړي او څرګندوي چې دا اړیکي په لومړنیو مرحلو کې دي او رسمي نه دي، که چیرته په لوړه سطحه وي بیا هم دواړه لورې داسې شرطونه لري چې د موافقې لپاره ډيرو هڅو ته اړتیا شته.

د ورځپاڼې په باور طالبان داسې شرطونه لري چې افغان حکومت ښايي په اوسني حالت کې د هغه د منلو توان و نه لري چې په دغو کې د بهرنیو پوځیانو د وتلو لپاره د مهال ویش ټاکل شامل دي. د کرسچن ساینس مانتور ورځپاڼې په نظر بهرني ځواکونه افغانستان ته د حامد کرزي د حکومت په خوښه نه دې راغلي چې د دې حکومت په غوښتنه ووځي.

بل لور ته د افغانستان د حکومت غوښتنې طالبانو ته هم ممکن ډیرې د منلو نه وي، په دې غوښتنو کې د وسلو د ورسپارلو مساله او د اساسي قانون منل دي. له دې امله د کرسچن ساینس مانتور ورځپاڼې د تحلیل له مخې باید په افغانستان کې د سولې د ترلاسه کولو لپاره له زغمه کار واخیستل شي او په دې لاره کې لوړې ژورې په منډه نه شي کچ کیدای.

ګارډین:

د سولې په اړه بیا بله ورځپاڼه، ګارډین دا وړاندیز لري چې اوس د دې وخت رارسیدلی دی چې هغه لوبغاړي معرفي شي چې د سولې لپاره څه کولای شي.

د ورځپاڼې له نظره تر بل هرچا ملا محمد عمر چې د کوټې د شورا مشري کوي د سولې لپاره ډیر څه کولای شي. د ګارډین له نظره بل کس حامد کرزی دی چې د سولې لپاره ډير څه کولای شي، ځکه چې لویدیځ هیوادونه یې ملاتړ کوي او د ده ځای ناستی هم نه لري.

دریم کس د ګارډین په نظر د پاکستان د ای ایس ای مشر احمد شجاع پاشا دی. دغه اته پنځوس کلن جنرال د ګارډین په وینا له طالبانو سره نژدې اړیکي لري.

ګارډین د جلال الدین حقاني زوی سراج الدین حقاني هم یادوي چې د سولې په راتګ کې مرسته کولای شي. سراج الدین حقاني په افغانستان کې د جګړو د بلولو یو عمده عامل ګڼل کیږي که دی د ګارډین په وینا له جګړې لاس په سر شي په افغانستان کې به سولې ته یو ستر ور پرانیستل شي.

انګریزۍ ورځپاڼه ګارډین په افغانستان کې د امریکایي او ناټو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال ډیویډ پیترویس هم یادوي چې اوس په کندهار کې د عملیاتو مشري کوي.

پیټرویس په وروستیو کې وویل چې د طالبانو شاوخوا شل وړو ډلو له افغان حکومت سره اړیکي ټینګ کړې دي څو روغه وکړي.
XS
SM
MD
LG