د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۳ غویی ۱۴۰۴ کابل ۱۱:۲۴

د حج او اقافو او ترانسپورت وزیرانو نه په ولسي جرګه کې پوښتنې وشوې


ټاکل شوې، چې د راتلونکې شنبې په ورځ د حاجیانو لېږد پیل شي.
ټاکل شوې، چې د راتلونکې شنبې په ورځ د حاجیانو لېږد پیل شي.

د حج او اوقافو وزارت ولسي جرګې ته ډاډ ورکړ، چې سږ کال به حج ته تلونکي کسان له ستونزو سره مخ نشي.

د افغانستان ولسي جرګه، چې د حاجیانو په لېږد اندېښمنه وه، د چهارشنبې په ورځ خپلې عمومي غونډې ته یې د حج او اوقافو وزیر او د ترانسپورت وزارت سرپرست وربللي و.

د حج او اوقافو وزیر ډاکټر یوسف نیازي وویل ، چې سږکال د حج په مراسمو کې د ګډونکوونکو لپاره يي د ټرانسپورټ، لارښوونې او اوسیدو لپاره ټولې تیارۍ نیولي دي.

"عمده ستونزې چې په تېرو کلونو کې زموږ حاجیان ورسره مخ وو، یو یو مو ولیکلې، د دغو ستونزو د حل لپاره او د هغوی د بیا تکرارېدو څخه د مخنیوي لپاره مو په بېلابېلو برخو کې بېلابېل تدابیر ونیول.

د حج په پروسه کې عمده ستونزې د پچې اچونې، د ځای نیول، د ښوونکو انتخاب، د هواي چلند د شرکتونو انتخابول، د پاسپورټونو جوړول او د ويزې اخیستل وو."

د دې تیاریو یوه اندیښنه، چې د ولسي جرګې د غړو له خوا پورته کیدله سعودي عربستان ته د حاجیانو د وړلو او بیرته ستنولو په برخه کې ستونزې وې.

خو د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت سپرست اصف راسخ وايي، چې سږ کال به هېڅ زیارت کوونکی له ستونزو سره مخ نشي.

نوموړي زیاته کړه، چې سږ کال ۳۵ زره کسان د حج په مراسمو کې ګډون کوي، چې له دې څخه به د ۳۰ زرو کسانو د لېږد مسولیت د اریانا افغان هوايي شرکت او پاتې د ۵ زرو کسانو د لېږد مسولیت د کام ایر خصوصي شرکت پر غاړه اخیستی دی.

په همدې حال کې د ولسی جرګې مشر محمدیونس قانوني په نیول شویو تیاریو خوښي څرګنده کړه او هغه یې وستایلې.

"هغه څه مې چې د وزیر صاحب له خبرو یاد داشت کړل، په اتو عمده برخو کې اصلاحات او پرمختګ په کې راغلی، چې باید وستایل شي. چې هغه په سمه توګه د حاجیانو او د غوره ښوونکو انتخابول دي، له فري ټکټونو څخه د ناوړه ګټې اخیستنې او له خطرناک اداري فساد څخه مخنیوی دی او د حاجیانو لپاره د لازمو اسانتیاو برابرول دي، چې په پام کې نیول شوي دي."

ټاکل شوې، چې د راتلونکې شنبې په ورځ د حاجیانو لېږد پیل شي.

د حج زیارت کوونکي هر کال د حج زیارت ته د تلو پر مهال له ګڼو ستونزو لکه د الوتکو، د اوسیدو، د ښوونکو او دې ته ورته له نورو ستونزو سره مخ وو، خو د حج او اوقافو وزارت په وینا سږ کال به دغه ستویزې تر ډېره هوارې شي.
XS
SM
MD
LG