د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۳

معنوي:د ۳۹ مرکزونو رايې بې اعتباره ګڼل شوي


 د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون ریيس فضل احمد معنوي
د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون ریيس فضل احمد معنوي
په داسې حال کې چې کابل هره ورځ د ولسي جرګې پر انتخاباتو د اعتراض کوونکو کاندیدانو د غونډو شاهد وي، د انتخاباتو خپلواک کمیسیون وایي چې، د دوي څیړنو وښودله چې په یو شمېرانتخاباتي مرکزونو او محلونو کې ښکاره درغلۍ شوي دي.

د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون ریيس فضل احمد معنوي د پنجشنبې په ورځ یوې خبري ناستې ته وویل چې، تر اوسه یي، د هېواد په مختلفو ولایتونو کې، د یو شمېر مرکزونو او محلونو رایي په بشپړه توګه بې اعتباره کړي او د ځینو مرکزونو او محلونو رایي به له سره وشمېري، ښاغلي معنوی زیاته کړه:

(په مجموع کې د نهه دیرشو مرکزونو رایي باطلې او بې اعتباره ګڼل شوي دي، همدا رنګه د اته دیرشو مرکزونو او محلونو رايي به له سره وشمېرل شي، دا وروستی خبره نه ده او نورې څیړنې هم روانې دي.)

د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون رییس دا هم وویل چې، د رایو پر شمېرلو کره څیړنې روانې دي او هره ورځ به د یو یا زیاتو ولایتونو د مرکزونو د رایو د شمېرقسمي پایلې اعلان کړي.

ده د هغو ولایتونو د مرکزونو د رایو د شمېرد قسمي نتایجو په هکله وویل چې تازه یي پلټنې بشپړې شوي دي:

(هغه قسمي رایي چې تازه له پلټنو تېرې او شمېرل شوي دي د کابل، بلخ او بدخشان د ولایتونو د مرکزونو رایي دي.

د اته ویشتو نورو ولایتونو رایي هم شمېرل شوي چې پروسس یي پاتې او هغه به سبا ته اعلان شي.)

د افغانستان د ولسي جرګې انتخابات کابو دوه اوونۍ مخکې د رایو ورکولو په کابو پنځه زره پنځه سوه مرکزونو کې ترسره شول.

د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون وایي چې، د انتخاباتو د بهیرپه هکله دوي ته تر اوسه څه باندې درې زره شکایتونه ورسپارل شوي دي، چې کابو شپیته فیصده په کې مستندې درغلۍ په ګوته کوي،خو د انتخاباتو خپلواک کمیسون وایي،چې د درغلیو په هکله د دوي پیل شوي څیړنې لا روانې دي.

راپور: خان محمد(سیند)
XS
SM
MD
LG