د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۴۴

افضلي: د کوکنارو په تولید کې ۴۸ فیصده کموالی راغلی


د افغانستان د نشه يي موادو پرضد د مبارزې د وزارت ویاند زلمي افضلي
د افغانستان د نشه يي موادو پرضد د مبارزې د وزارت ویاند زلمي افضلي
د ملګروملتونو د نشه يې موادو او جرمونو پرضد د مبارزې اداره یا یو ان او ډي سي وايي چې د نشه يې موادو په برخه کې د دوي له خوا نوی چمتو شوې راپور ښيي چې په افغانستان کې د نشه يي موادو په تولید کې ۴۸ فیصده کموالی راغلی.

د افغانستان د نشه يي موادو پرضد د مبارزې د وزارت ویاند زلمي افضلي د دغه نوي راپور د وړاندې کولو پرمهال د پنجشنبې په ورځ ازادۍ راډیو ته داسې معلومات ورکړل:

"48 فیصده د کوکنارو په تولید کې کمی راغلی چې دا یوه ښه زیری دی د افغانانو لپاره، تیر کال ۶۹۰ میټریک ټنه وه او په روان کال کې ۳۶۰۰میټریک ټنه دي."

ښاغلي افضلي وړاندې وویل چې، د افغانستان په شلو ولایتونو کې د کوکنارو کرکیله هماغسې صفر پاتې ده او په څلورو نورو لکه لغمان ، کونړ ، زابل او هرات ولایتونو کې هم د کوکنارو کرکیله صفر ته نږدې شوې ده خو په کندهار کې بیا ۳۰ فیصده زیاته شوې ده چې د زیاتیدو اصلې علت يي په دې ولایت کې موجوده نا امني ده.

ده زیاته کړه، څرنګه چې په افغانستان کې د کوکنارو تولید کم شوی دی او له بلې خوا تقاضا يي زیاته شوې ده نو له همدې امله د کوکنارو بيي هم لوړې شوی دي او د دې ویره رامنځته شوې ده چې دا به بزګران بیا هم د کوکنارو کرلو ته وهڅوي که څه هم د کوکنارو د لمنځه وړلو په برخه کې افغان حکومت د راتلونکې کال لپاره هم ګڼ پروګرامونه ترتیب کړي دي.

اخوا په افغانستان کې د ملګروملتونو د نشه يي موادو او جرمونو پرضد د مبارزې د ادارې یا یو ان او ډي سي مشر جیین لک وايي چې د نشه يې موادو له پیسو څخه یوه زیاته برخه يي د مخالفینو جیبونو ته غورځې چې په ترڅ کې امنیتي ستونزې لاپسې زیاتیږي:

" هو موږ په دې برخه کې احصایه لرو، زموږ د احصايي له مخې د کوکنارو له پیسو څخه ۱۲۵ میلیونه ډالره يي مخالفینو ته رسیږي. خو ځینې سرچینې ان دغه رقم ۴۰۰ ملیونه ډالره بولې په هرصورت بې له شکه چې دا په دې هېواد باندې ناوړه اغیږه لري."

نوموړي وړاندې وویل، چې د افغانستان له کوکنارو څخه د هېواد په دننه کې دوه میلیارده ډالره عاید ترلاسه کیږي خو له همدغو نشه يې موادو څخه له افغانستان څخه د باندې خلک تر ۶۰ میلیاردو زیات ډالر جوړوي چې د ډول ډول ستونزو سبب ګرځي.

د افغانستان د نشه يي موادو پرضد د مبارزې د وزارت چارواکي وايي چې، ۹۸ فیصده کوکنار د هېواد په جنوب او جنوب ختیځو سیمو کې کرل شوي دي. چې په نشه يې موادو د روږدو کسانو په شمېر باندې يي هم ۱۴۳فیصده نور هم زیات کړي دي که څه هم د دوي په وینا افغانستان دا مهال یواځې د یوفیصد روږدو کسانو د درملنې توان لري.

مجاهد جواد.
XS
SM
MD
LG