واشنګټن پوسټ:
واشنګټن پوسټ ورځپاڼې په وروستۍ ګڼې کې "د چین د قدرت مخفي منګول" تر سرلیک لاندې یوه مقاله لیکلې او د جاپان په وړاندې د چین د ورستي پوځي تاوترخوالي په اړه له څرګندونو وروسته لیکي:
په تېرې یوې لسېزې کې چین چپه خوله و، د یوه نړیوال ستر طاقت پر ځای یې ځان، د څو ملیتېزې کمپنۍ په توګه معرفي او راڅرګند کړ، چې په دې کار سره یې زیات سیاسي نفوذ هم پیدا کړ.
ورځپاڼه لیکي، د چین د دې کار اغیز، په هر ځای کې تر سترګو کیږي. که افغانستان ته ځیر شو، امریکایان له یوې لسېزې راهیسې په دې هیېواد کې په جګړو کې ښکیل دي او د دې هېواد د بیارغونې لپاره یې په میلیاردونو ډالر هم لګولي دي. خو چینایي کمپنیو د نړۍ د مسو د ستر کان یعنې عینکو د کان قرارداد تر لاسه کړ.
واشنګټن پوست لیکي: امریکایي عسکر د کان د کاریګرو او انجینیرانو امنیت نه ساتي بلکې دا کار د افغان ځواکونو په غاړه دی، چې امریکایي او اییتلافي ځواکونو روزلي دي.
د ورځپاڼې په باور، د عینکو د مسو د کان انجینرانو او کاریګرو په ځایي خلکو کې د امریکایي ځواکونو په نسبت، زیات محبوبیت پیدا کړی او علت یې دا دی، چې چینیایان په ملکي جامو کې له وسلو پرته ګرځي او خلکو ته د کار او روزګار پیدا کولو هڅه کوي خو امریکاییان د امنیت په غم کې دي او ټوپک یې په لاس کې دی.
واشنګټن پوسټ ورځپاڼه لیکي، د طالبانو پر ضد د امریکا دا جګړه به یو وخت موږ ته راپه زړه کړي چې موږ امریکاییانو په افغانستان کې د چین حاکمیت او پراختیا ته لار هواره کړه.
ورځپاڼه زیاتوي، امریکا جګړې کوي او چین نه یوازې په افغانستان کې، بلکې په عراق او نورو هیوادونو کې تجارت ته زور ورکړی دی.
واشنګټن پوسټ وړاندې لیکي: د امریکا متحده ایالات، د طالبانو د مهار کولو په مقصد، د پاکستان حکومت ته د میلیاردونو ډالرو مرستې ورکوي خو چین په دې هیواد کې د ازادې سوداګرۍ سېمه ایجاد کړې او د پاکستان د انرژۍ او بندرونو په سکتور کې یې سترې پانګونې کړي دي.
فارن پالیسي:
فارن پالیسي امریکایي خپرونې په وروستۍ ګڼې کې د افغانستان د جګړې په سر د جمهور رییس بارک اوباما په ادارې کې د مخالفتونو یادونه کړی او د مقالې په پیل کې لیکي:
د باب وډواردز د نوي کتاب "د اوباما جګړې" په حواله، جمهور رییس اوباما د افغانستان د پوځي ستراتیژۍ په اړه د امریکا د کورني سیاست د پیچلتیا له وجې اندیښمن دی.
جمهور رییس چې کله له افغانستان څخه د عسکرو د ایستلو د پیل لپاره د ۲۰۱۱ کال د جولای د میاشتې نيټه په ګوته کړه نو د خپلې پریکړې د دفاع په مهال یې امریکایي سناتور لینډزي ګراهام ته وویل: "زه نشم کولای چې ټول ډموکراټ ګوند له لاسه ورکړم."
فارن پالیسي وړاندې لیکي، جګړې، پیسو، عسکرو او وسایلو ته اړتیا لري او دا امریکا په څېر ډموکراسیو کې چې د منابعو لګول د خلکو ملاتړ غواړي، د جګړې بودجه او لګښتونه باید چې کانګرس تصویب کړي.
که چیرې د کانګرس د وکیلانو اکثریت د جګړې لګښتونه تصویب نه کړي نو د بودجې د نشتوالي له مخې به عسکر د جګړو په ډګر کې ناکامه او په خالي میدان پاته شي.
فارن پالسي زیاتوي، دې مسالې ته هم باید پام وشي، که چیرې پوځي ستراتیژۍ د هېواد په داخل کې بریالۍ نشي نو په بهر کې خو به طبعا له ناکامۍ سره مخامخ کیږي.
د خپروني په باور، دا د هیوا د جمهور رییس چې د پوځ اعلی قوماندان هم دی، دنده ده چې سیاست او ستراتیژي سره وتړي.