د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۷ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۲:۵۹

ملګرو ملتو د نړیوال ترورزم د مخنوي لپاره غونډه وکړه


په دې غونډه کې د افغانستان د بهرنیو چې چارو وزیر زلمي رسول له ملګرو ملتونو وغوښتل چې له ترورزم سره په مبارزه کې له افغانستان سره مرسته وکړي.
په دې غونډه کې د افغانستان د بهرنیو چې چارو وزیر زلمي رسول له ملګرو ملتونو وغوښتل چې له ترورزم سره په مبارزه کې له افغانستان سره مرسته وکړي.
د ملګرو ملتو سرمنشي بان کي مون ټینګار وکړ چې له ترورزم سره د مبارزې لپاره د امنیت د ټینګیدلو تر څنګ د قانون تطبیقدلو، د پوهنې ښه کیدلو، پرمختګ او د فرهنګونو تر منځ خبرو اترو ته اړتیا شته، بان کې مون وویل:

"له ترورزم سره د مبارزې هیڅ لاره د بشري حقونو له بشپړې ژمنې او د قانون له بشپړ حاکمیته پرته نه شي کیدای. امنیت شورا او د ملګرو ملتو عمومي اسمبلۍ له ترورزم سره په مبارزې کې په خپلې هرې تګلارې کې د بشر د حقونو پر ساتنې ټینګار کړی. زه د امنیت شورا د دې پاملرنې هرکلی کوم."

د امریکا د بهرنیو چارو وزیرې هیلري کلنټن هم امنیت شورا ته په خپله وینا کې د بشر د حقونو د ساتنې پر مسالې ټینګار وکړ او څرګنده یې کړه چې له ترورزم سره په جګړې کې موږ نه شو کولای، چې بشري حقونه تر پښو لاندې کړو. میرمن کلنټن همداراز وویل، د هغو هڅو مخه باید سمه ونیول شي چې خلک د ترورزم پر لور بیایي:

"هغه خلک چې ژوند یې له نا امیدۍ او محرومیت سره مل دی، هغه خلک چې باور لري، چې حکومت یې ستونزو ته ځواب نه شي ویلای، په داسې حالت کې القاعده او نورې ډلې ټپلې ښایي د جذب لپاره غوره وړاندیز ولري.

اما د دې نظریې ریښې له تخریب سره یو ځای دي، نو موږ باید بله نظریه تیاره کړو څو د هغې ریښې له هیلو، امیدونو او امکاناتو سره ملې وي."

د امریکا د بهرنیو چارو وزیرې زیاته کړه، چې د هغو کسانو علت باید څرګند شي چې خشونت کوي او هغه کسان وڅارل شي چې د خوشونت پر لور درومي او مخه یې ونیول شي.

د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر ولیم اګ بیا وویل، چې د اوږدې مودې په مخه د افغانستان پاکستان د سرحد له اوږدو سرچینه اخلي.

ولیم اګ بیا په خپلو خبرو کې پر هغو کسانو انتقاد وکړ، چې یرغملو ته د برمته و د خوشي کیدو لپاره پیسې ورکوي، ده وویل په دې ډول ترورستانو ته مالي امکانات برابروو او ښایي اختطاف هم زیات شي.

په ملګرو ملتو کې د روسیې دایمي غړي ویتالي چورکین وویل، څه چې مهمه دي هغه د ترورستانو د منابعو خنثی کول دي. چورکین زیاته کړه چې په افغانستان کې ترورزم او نشه اي مواد سره تړلي دي او یوه بل تمیولوي.

د ملګرو ملتو په غونډه کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر زلمي رسول له ملګرو ملتو د مرستې غوښتنه وکړه څو له ترورزم سره په مبارزې کې د افغانانو ملاتړ وکړي:

"که چیرته نړیواله ټولنه، زموږ ملاتړي او متحدان دا هیله لري، چې پر نړیوال ترروزم بریالي شي، دوی باید د افغانستان له کلیو ورها خوا ته ځیرشي، داسې ستراتیژۍ پلې کړي چې په اغیزمنه توګه هغه څانګې وځپي چې د ترورستانو او افراطي وسله والو ملاتړ کوي.

ترورزم د یوه نړیوال ګواښ په حیث پاتې دی او یوازې نړیوالې جدي هڅې یې له منځه وړی شي."

د افغانستان ولسمشر حامد کرزي هم په وروستیو کې ټینګار وکړ، چې د ترورزم اصلي جرړې د افغانستان له پولې ورهاخوا دي.

افغان حکومت پاکستان تورنوي چې ترورستان یې پرې ایښې دي، چې د دوی په خاوره کې روزنه وکړي او تجهیز شي. اسلام اباد تل دا تورونه رد کړې دي.
XS
SM
MD
LG