د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۹

عاکفي:تر اوسه مو ۳۶۳۷ شکایتونه ثبت او راجسټر کړي


 د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون غړي شاه سلطان عاکفي
د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون غړي شاه سلطان عاکفي
په داسې حال کې، چې کاندیدان او د هغوي پلویان د ولسي جرګې د انتخاباتو پایلو ته په تمه دي، د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون وايي، چې دغه کمیسیون د شکایتونو څیړلو ته په جدي توګه ادامه ورکوي.

د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون غړي شاه سلطان عاکفي د دوشنبې په ورځ ازادۍ راډیو ته وویل، چې له ټول افغانستان څخه يي، څه باندې ۳۶۰۰ شکایتونه ثبت کړي.

نوموړي زیاته کړه، چې دغه شکایتونه به د لومړیتوب له مخې څېړل کیږي:

(تر اوسه مو له تول افغانستان څخه ۳۶۳۷ شکایتونه ثبت او راجسټر کړي دي، چې دغه شکایتونه تصنیف شوي او شا و خوا له ۵۰ تر ۵۵ فصیدو شکایتونه لومړۍ درجه شکایتونه بلل شوي، چې د هغو په څېړلو مو په ډېر جدیت کار پیل کړی دی.)

د ولسي جرګې یو شمېر کاندیدان پراخو درغلیو اندېښمن کړي او تمه لري، چې د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون دغه شکایتونه په جدي توګه وڅېړي.

خو ځیني اقغان کارپوهان وايي، چې د ولسي جرګې په انتخاباتو کې درغلی د خپلو کاندیدانو له خوا شوي دي.

دغه کارپوهان وايي، چې دوې په خپلو سیمو کې له خپل زور او پیسو څخه په ګټې اخیستنی د انتخاباتو په ورځ درغلی کړي دي.

افغان کارپوه انجنیرمحمدیونس فکور په دې باور دی، چې اوس هم د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون د زور واکو کسانو او ډلو د فشارونو له امله، نه شي کولای، چې د درغلیو کوونکو کاندیدانو په اړه جدي پرېکړه وکړي.

د راپورونو له مخې د شکایتونو د ارزونې پایلې به د اکټوبر د میاشتې په پای کې د انتخاباتو خپلواک کمیسیون ته وسپارل شي.

د ولسي جرګې د سنبلې یا تلې د ۲۷ نېټې په انتخاباتو کې شا و خوا ۲۵۰۰ کسانو ځانونه کاندید کړي و.

په پام کې ده، چې د ولسي جرګې د انتخاباتو لومړنی پایلې د میزان د میاشتې په اولسمه نېټه او وروستۍ پایلې يي د شکایتونو له ارزونو وروسته د عقرب د میاشتې په لومړۍ اونۍ اعلان شي.

XS
SM
MD
LG