د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۲۸

معنوي د 10 نورو ولایتونو د انتخاباتو یوه برخه د پایلو هم اعلان کړه


رئیس فضل احمد معنوي
رئیس فضل احمد معنوي
د افغانستان د ولسي جرګې د انتخاباتو د قسمي پایلو د اعلانولو په لړکې د انتخاباتو خپلواک کمیسیون د لسو نورو ولایتونو د راېو د پایلو یوه برخه هم اعلان کړه.

د انتخاباتو خپلواک کمیسیون وايي چې دغه قسمي پایلې یې پر ویب پاڼې خپرې کړي دي، چې د رایې شمېرنې د پروسې له پرمختګ سره وخت په وخت په کې بدلون راتلای شي.

د دغه کمیسیون رئیس فضل احمد معنوي د یکشنبې په ورځ د لسو ولایتونو د قسمي پایلو د اعلان پر وخت خبریالانو ته وویل:

(څو ولایتونه چې قسمي پایلې یې نن زموږ په ویب پاڼې کې خپریږي، په دې ډول دي، کنړ،لغمان، بامیان، دایکندي، لوګر خوست جوزجان او فاریاب.

همدا راز د فراه نیمروز او تخار قسمي پایلې به هم د کمیسیون له تایید وروسته د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون په ویب پاڼې کې خپاره شي. )

پخوا تر دې د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیسیون د پنځو نورو ولایتونو د راېو قسمي پایلې هم اعلان کړې وې.

ښاغلي معنوي وويل، چې د درغلیو په اړه د پراخو راپورونو له امله کمیسیون په ځینو ولایتونو کې د یو شمېر مرکزونو او محلونو د راېو د بیا شمېرلو لارښوونه کړې:

(په لوګر ولایت کې د څلورو پنځو محلونو رایې، په خوست کې د درېو څلورو محلونو رایې، د بدخشان یو دوه مرکزونه، په تخار کې د دوو محلونو رایې، په کندز ولایت کې د یوه مرکز او یوه محل رایې، په پروان ولایت کې د درېو محلونو او یوه مرکز رایې، د بلخ د یوه مرکز او دوو محلونو رایې، کمیسیون د دغو مرکزونو او محلونو د رایې د بیا شمېرلو لارښوونه کړې ده. )

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیسیون وايي چې د ولسي جرګې د انتخاباتو لومړنۍ پایلې به د تلې د میاشتې په اولسمه اعلان کړي او وروسته هغه به یې د لړم د میاشتې په لومړۍ اونۍ اعلان شي.

بل خوا د انتخاباتو د شکایتونو کمیسیون وايي، چې د ولسي جرګې د انتخاباتو په اړه له درېو زرو نه ډير شکایتونه ور رسیدلي دي. بل خوا یو شمېر کاندیدان او څارونکې ډلې هم وايي، چې د وږې د اووېشتمې نېټې په انتخاباتو کې په ځینو سیمو کې پراخې درغلۍ شوي چې باید په جدي توګه وڅیړل شي.
XS
SM
MD
LG