د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۱۵

بهرني ځواکونه: په ژړۍ کې پراخ عمليات پيل شوي


بهرني ځواکونه هڅه کوي، چې په عملياتو کې ملکي وګړو ته تلفات ونه رسيږي
بهرني ځواکونه هڅه کوي، چې په عملياتو کې ملکي وګړو ته تلفات ونه رسيږي
بهرنيو ځواکونو د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، چې د کندهار په لويديځ ژړۍ ولسوالۍ کې يې د تيرو دوو ورځو را په ديخوا ځانګړي عمليات پيل کړي او په دغه عملياتو کې تر دامهاله پنځه تنه وسلوال مخالفين وژل شوي دي.

په خبرپاڼه کې ويل شوي، چې بهرني ځواکونه هڅې کوي، چې په عملياتو کې ملکي وګړو ته تلفات ونه رسيږي.

په سیمه کې یوه امریکايي خبریال میجیل مارکیز، چې له ځواکونو سره مل دی رسنيو ته ویلي، چې دا عمليات په افغانستان کې د جنرال پټرويس تر ټاکل کېدو وروسته لومړني پراخ عمليات دي.

د مارکيز په خبره دغو عملياتو ته د ښامار ګوزار نوم ورکول شوی او اته زره سرتيري په کښې برخه لري.

د کندهار د ژړۍ ولسوالۍ ولسوال عبدالكريم ولسمل وايي، چې دغه عمليات خورا پراخ دي او دا مهال د دې ولسوالۍ د سنځري، پاشمول او ماكووانو په سيمو كې تر سره شوي او په نورو سيمو کې به هم تر سره شي:

"تقريبا د دوو ورځو کیږي، چې عمليات پيل شوي دي، د ژړۍ ولسوالۍ د سنځري څخه شروع شوي او دا پروګرام د ژړۍ ولسوالۍ ټول کلي چې دښمن په کښې ميشت دي هغه ساحي ټولي نيسي."

بل خوا د کندهار د والي وياند زلمي ايوبي د پراخو او ځانګړو عملياتو خبره ردوي.

د ايوبي په خبره چې دا ځانګړي عمليات نه بلکې د همکاري د تدابير پلان يوه برخه ده، چې د تيرو څو مياشتو راپه دېخوا په کندهار کې پيل شوي.

ايوبي وايي، دې ته ورته تصفوي عمليات په ارغنداب ولسوالۍ کې هم روان دي.

كه څه هم تر دې مهاله د د دې عملياتو په اړه طالبانو څه نه دي ويلي، خو له دې مخکې يې په ياده سيمه کې د ګڼ شمير بهرني او کورنيو سرتيرو د وژلو ادعاوې كړي دي.

راپور: محمد صادق رښتينى -کندهار
XS
SM
MD
LG