د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۵ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۷:۴۲

رهین:موږهڅه کووچې د نیول شوو خبریالانو په اړه له باصلاحیته چارواکو سره خبرې وکړو


د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر ډاکټر سید مخدوم رهین
د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر ډاکټر سید مخدوم رهین
د افغانستان د اطلاعاتو فرهنګ وزارت وايي چې د ولسمشر د لارښونې سره سم یې د هغو درې افغان خبریالانو د نیونې لپاره هڅې پیل کړي چې، د افغانستان د ولسي جرګې تر انتخاباتو وروسته د افغان او نړېوالو امنیتي ځواکونو له خوا نیول شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د کندهار د والي ویاند زلمي ایوبي نن سهار رسنیو ته ویلي چې په کندهار کې نیول شوی افغان خبریال نادر خوشې شوی دی.

دا چې د نادر په خوشې کولو کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت څه رول لوبولی او د نورو دوو نیول شوېو خبریالانو د خوشې کولو په برخه کې څه هڅې روانې دي.

زموږ همکار اجمل تورمان د اطلاعاتو او فرهنګ له وزیر ډاکټر سید مخدوم رهین سره مرکه کړې ده، چې دامرکه د پاڼې په کیڼ اړخ کې د(ږغ) له برخې اورېدلی شي.
XS
SM
MD
LG