د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۴۲

کرزی:د افغان ژورنالستانو په خوشې کېدو کې د کوټلي ګامونه پورته شي


د افغانستان د جمهوري ریاست ویاند مرستیال حامد علمي
د افغانستان د جمهوري ریاست ویاند مرستیال حامد علمي
د افغانستان په جنوب او شمال کې په پرلپسې توګه د درېو افغان ژورنالستانو له نیولو څخه وروسته، ولسمشر حامد کرزي د اطلاعاتو او کلتور وزارت ته دنده سپارلې چې د دغو ژورنالستانو د خوشې کېدو په برخه کې کوټلي ګامونه پورته کړي.

دغه درې تنه خبریالان د افغانستان د ولسې جرګې له انتخاباتو څخه وروسته په کاپیسا، غزني او کندهار کې له طالبانو سره د اړیکو په تور د ملي امنیت او بهرنیو ځواکونو له خوا نیول شوي دي.

د افغانستان د جمهوري ریاست د ویاند مرستیال حامد علمي د پنجشنبې په ورځ ازادۍ راډیو ته وویل چې افغان حکومت د بیان له ازادۍ څخه ملاتړ کوي ځکه دا د دوې د تېرې نهه کلنې دورې یوه ستره لاسته راوړنه ده.

ولسمشر کرزي اطلاعات او فرهنګ وزارت ته دا دنده سپارلې چې ژر تر ژره هغه درې خبریالان چې یو يي په کندهار،بل يي په غزني او دریم يي په کاپیسا کې نیول شوی دی د خلاصون لارې ولټوي.

له دغو درېو نیول شوېو ژورنالستانو څخه یو يي حجت الله مجددي نومېده چې په کاپیسا کې د خبریالانو د ټولنې اود یوې راډیو مشر وه، او دوه نور يي چې رحمت الله نیکزاد او محمد نادر نومېدل د الجزیرې د تلویزیون لپاره یي په غزني او کندهار ولایتونو کې د ژورنالستانو په توګه کار کاوه.

د بې سرحده ژورنالستانو ټولنې د دغو درېو ژورنالستانو په نیول کېدو باندې ژوره خواشینې څرګنده کړې ده او له افغان ولسمشر او نړېوالو ځواکونو څخه يي غوښتې دي چې ژر تر ژره دې دغه ژورنالستان راخوشې کړي.

د افغانستان د ژورنالستانو د ملي ټولنې مشر عبدالحمید مبارز له ازادۍ راډیو سره په خپلو خبرو کې وویل چې د ژورنالستانو په وړاندې د داسې خنډونو په ترڅ کې به په دې هېواد کې د بیان ازادۍ ته سخت زیان ورسیږي.

دا مهال په سلګونو ژورنالستان په افغانستان کې بېلابېلو خبري رسنیو ته کار کوي چې ډیرې يي سرټکوي چې د دولت د مخالفینو ترڅنګ د محلي چارواکو او د افغان او نړېوالو ځواکونو له خوا په ډول ډول ګواښل کیږي.

خو د افغان او نړېوالو امنیتي ځواکونو چارواکي وايي چې په دې هېواد کې د ژورنالستانو کار کولو ته درناوی لري او هڅه کوي چې د ژورنالستانو د فعالیتونو د پراخېدو په برخه کې لازمې اسانتیاوي هم برابرې کړي.

مجاهد جواد
XS
SM
MD
LG