د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۴۰

زلمي رسول د ملګرملتونو په عمومي غونډه کې د افغانستان په اړه څرګندونې وکړې


ښاغلي زلمي رسوول وویل، چې ناوړه امنیتي شرایطو زموږ د پرمختګونو مخه ډب کړې ده
ښاغلي زلمي رسوول وویل، چې ناوړه امنیتي شرایطو زموږ د پرمختګونو مخه ډب کړې ده

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر زلمي رسول د ملګرو ملتو په عمومي غونډه کې په افغانستان کې د شویو پرمختګونو په اړه چې په تیرو لسو کلونو کې شوې دي، څرګندونې وکړې، د ولسې جرګې د انتخاباتو په اړه یې هم نظر څرګند کړ او ویې ویل چې په اقتصادي، روغتیایي او تعلیمي برخو کې پرمختګونه شوی دي. زلمي رسول په نیویارک کې په خپلو پرونیو څرګندونو کې هغو ستونزو ته هم اشاره وکړه، چې افغانستان ورسره مخامخ دی.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر زلمي رسول د ملګرو ملتو عمومي غونډې ته چې په نړۍ کې له فقر سره د مبارزې لپاره جوړه شوې، وویل، له ننه لس کاله مخکې چې ملګرو ملتو زریزه یا ملینیوم اعلامیه تصویب کړه، په هغې کې یې له وچکالي سره پر مبارزې ټینګار وکړ، پر جنسي مساوات یې تاکیید وکړ، د چاپیریال ساتنې مساله یې جدي وبلله او فردي ازادۍ یې هم مهمې وګڼلې.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر پرون د ملګرو ملتو عمومي غونډې ته څرګنده کړه، کله چې د ملګرو ملتو د ملینیوم اعلامیه تصویبیده پر افغانستان لاهم طالبان واکمنان وو، هغه ډله چې د افغانستان خلک یې له ابتدایي حقونو بې برخې کړي وو او له نړۍ سره یې د افغانستان اړیکې شلولې وې، ترورستي ډله یې په خپلې غیږې کې نیولې وه، چې ټوله نړۍ یې تهدیدوله.

زلمي رسول زیاته کړه، د طالبانو د رژیم له نسکوریدو وروسته د افغانانو د حقونو د تامینولو لپاره مهم ګامونه واخیستل شول، خلکو ته طبي او تعلیمي اسانتیاوې برابرې شوې او په وروستیو کې په افغانستان کې د ولسې جرګې انتخابات وشول چې دا د دیموکراسۍ او مدني ټولنې پر لور یو بل ګام دی:

"ښاغلی رییس، افغانستان په تیرو لسو کلونو کې د پام وړ پرمختګونه کړې دي، د جګړې له ورانیو یې د یوه فعال حکومت د حاکمیت پر لور سر راهسک کړی، څو غوړیدلی اقتصاد ولري او سالمه ټولنه.

یوازې څو ورځې مخکې په افغانستان کې د ولسې جرګې دوهم انتخابات ترسره شول، په میلیونونو افغانانو چې د ټولنې د بیلابیلو طبقاتو وو په دې انتخاباتو کې په ډیرې میړانې پرته له دې چې امنیتي ستونزو ته پام وکړي، ګډون وکړ.

د ډیرو ښځو ګډون او د خلکو د استازیو په توګه د ښځو ټاکنه د دې څرګندونه کوي، چې افغان میرمنو میرمنو اوږده لاره وهلې او د افغانستان په ټولنه کې یې موثره ونډه لرلې ده. دغه انتخابات د افغانستان د خلکو ژمنه دیموکراسۍ ته څرګندوي."

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړه، چې افغانستان یوازې د یوه روغ نظام او دیموکراسۍ پر لور ګام نه دی اخیستی په اقتصادي برخه کې یې هم پرمختګ کړی دی:

"له دوه زره دوهم میلادی کاله تر اوسه په افغانستان کې د عوایدو اوسط څلور برابره شوی دی. د حکومت عواید روان کال له یوه میلیارډ ډالره اوښتي.

په وروستیو کې د طبیعي زیرمو کشف له اقتصادي امکاناتو سره او له ګاونډیو سره ترانزیتي امکاناتو د دې زمینه برابره کړې ده چې افغانستان خپل خلک له وچکالۍ وژغوري او د یوه هوسا راتلونکې لپاره بنسټ کیږدي."

زلمي رسول له افغانستان سره د نړیوالو مرستو ته اشاره وکړه او څرګنده یې کړه، چې د دغو مرستو له امله افغان توانیدلي دي چې په تعلیمي او صحي برخو کې پرمختګ وکړي، همداراز د کرهڼې او اوبه خور او نورو چارو کې هم د پام وړ پرمختګونه وکړي.

زلمي رسول بیا وویل، چې د دې ټولو لاس ته راوړنو ترڅنګ امنیتي ستونزې په ځینو برخو کې د پرمختګ مخه نیولې ده:

"ناوړه امنیتي شرایطو زموږ د پرمختګونو مخه ډب کړې ده. د افغانستان د سولې او ثبات دښمنان لاهم فعاله دي، لاهم پر ښوونځیو، ښوونکو، کلینیکونو، ډاکټرانو، حکومتي کارکوونکو حتی پر وړو ماشومانو په ځانګړې ډول پر نجونو د بریدونو پلانونه جوړوي."

د افغانستان د بهرنیو چارو د وزیر په وینا ورته بریدونه د بهرنیو مرستندویه موسسو پر غړیو چې د افغانستان د بیا رغاونې لپاره کار کوي، کیږي.

زلمی رسول زیاتوي، د افغانستان خلک له جګړې ستړې شوې دي، د سولې او امنیت تږې دي. د ده په وینا افغان حکومت له مخالفانو سره د سولې لپاره جدي هڅې پیل کړې دي څو نور نو افغانان د جګړې د ډګر قرباني نه شي.
XS
SM
MD
LG