سرنوشت:
سرنوشت ورځپاڼې د خپلې نننۍ ګڼې په سرمقاله کې د هلمند له سنګين ولسوالۍ نه د بریتانوي ځواکونو د وتلو په اړه تبصره کړې او پوښتلې ېې دي، په تېرو څو کلونو کې دغو ځواکونو په سنګين کې څه وکړل؟
ورځپاڼې په بریتانوي ځواکونو انتقاد کړی دی او لیکلي یې دي، دغو ځواکونو هلته امنیت ټینګ نه شوای کړای او سربیره پردې خلکو ته یې خپلې ترخې خاطرې او ستونزې پریښودلې.
سرنوشت په دې اړه د بریتانوي چارواکو خبره هم راخیستې چې ویلي یې دي، له سنګين څخه د دوي د ځواکونو وتل د ماتې معنی نه لري.
ورځپاڼې په یوه بل مطلب کې د امریکا د یوه پخواني چارواکي له قوله لیکلي دي، تراوسه معلومه نه ده چې امریکا په افغانستان کې بریالۍ ده او که نه؟
راه نجات:
راه نجات ورځپاڼې خپله سرمقاله د سولې د نړېوالې ورځې او په افغانستان کې د سولې په هلو ځلو کښلې.
ورځپاڼې لیکلي دي، شاوخوا نه کاله مخکې د طالبانو د نظام له راپرځېدو وروسته له افغانانو سره د سولې یوه هیله پیدا شوه خو دغه هیله اوس ورځ تر بلې په نهیلۍ بدلیږي.
راه نجات لیکلي په تېرو نهو کلونو کې په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو موجودیت نه یوازې دا چې د سولې لامل شو بلکې د ملکي خلکو په وژنې سره یې د خلکو لا ډیرې اوښکې تویې کړې.
ورځپاڼې لیکي دي چې افغانان باید په خپل هېواد کې له نورو نه د سولې راوستلو تمه ونه لري بلکې په خپله په دې برخه کې لاس په کار شي.
راه نجات په یوه بل مطلب کې د انتخاباتي شکایتونو د کمیسیون د چارواکو له قوله لیکلي چې د انتخاباتو په اړه د شکایتونو شمېر له اوو سوو نه واوښت او ښایي نور هم زیات شي.
باختر:
باختر ورځپاڼې د خپلې نننۍ ګڼې په سرمقالې کې د سولې د نړېوالې ورځې په اړه تبصره کړې.
ورځپاڼې لیکلي په افغانستان کې که څه هم غوڅ اکثریت د سولې د اړتیا په اړه پوهیږي او غواړي یې خو هغې ته د رسېدو په لار کې هلې ځلې نه کوي.
باختر لیکلي سوله د هرې بلې پدېدې په شان یو لړ شرایطو ته اړتیا لري چې باید ورته برابر شي، که نه نو په زور نه شي راوستل کېدای.
په مطلب کې راغلي، په دغو شرایطو کې یو هم په حکومتي ادارو کې د فساد او بې عدالتیو له منځه وړل دي.
خدمتګار:
خدمتګار ورځپاڼې د ولسي جرګې د انتخاباتو په اړه تبصره کړې او لیکلي یې دي، چې د دغو انتخاباتو په اړه د قضاوت میزان باید څه وي؟
خدمتګار ليکلي دي، هېواد پرته له دې هم د بې باوري له بحران سره مخ دی او که چیرې بیا هم په هېواد کې د انتخاباتو له ارزښتونو سره سطحي چلند وشي، په انصاف سترګې پټې کړای شي نو دا به د بې باورۍ بحران نور هم پراخ کړي.