د ازادۍ راډیو له خوا د زرګونو کوچنیو راډیوګانو د ویشلو لړۍ د پنجشنبې په ورځ په کابل کې له هلمند څخه د بې ځایه شوېو کډوالو له یوه کمپ څخه پیل شوه.
د دغې لړۍ په ترڅ کې د هلمند په کډوالو باندې چې د کابل قمبر څلور لاري ته څیرمه په یوه کمپ کې ځای پرځای شوي دي له اتو سوو څخه زیاتې راډیوګانې وویشل شوې.
د ازادۍ راډیو له خوا د راډیوګانو د ویشلو په ترڅ کې به څه د پاسه شل زره راډیوګانې په ټول افغانستان کې وویشل شي.
په کابل کې د ازادۍ راډیو مشر محمد امین مدقق په افغانستان کې تر شلو زرو د زیاتو کوچنیو راډیو ګانو د ویشلو د بهیر په اړه داسې معلومات ورکړل:
(نن موږ د دغه مهاجرینو نه پیل کړه، ځکه دا بې وسه خلک دي او په عین زمان کې مو نن ۴۰۰ راډیو ګانې لوګر ته ولیږلې او ۶۰۰ رادیوګانې مو پروان ،کاپیسا او پنجشیر ته لیږلي او ټول کمپاین به په دغه مرحله کې ۲۰ زره راډیوګانې وي او دا راډیوګانې ډیرې مخصوصې راډیوګانې دي چې موږ په خپله اروپا کې فرمایش ورکړی دی چې دا راډیوګانې له لمر څخه انرژي اخلي او کولای شي موبایل هم چارج کړي او د رڼا لپاره هم ترې ګټه اخیستلای کیږي.)
ښاغلي مدقق وړاندې وویل چې د افغانستان بېلابېلو ولایتونو ته د دغو راډیوګانو د انتقال په بهیر کې له ازادۍ راډیو سره خپله د افغانستان او د متحده ایالاتو هوايي ځواکونه مرسته کوي.
د ازادۍ راډیو مشر دا هم وویل چې په کابل کې د دغو کوچنیو راډیو ګانو د ویشلو د بهیر له پیل سره سم څلورسوه راډیوګانې لوګر او ۶۰۰ نورې پروان، کاپیسا او د پنجشیر ولایتونو ته د ویشلو لپاره واستول شوې.
د کابل په قمبر څلور لارې کې هغه خلک چې دغه راډیوګانې ورته رسیدلې وې له ازادۍ راډیو څخه په مننه داسې وویل:
(زما نوم سیف الله خان دی زه ډیره مننه کووم له ازادۍ راډیو نه چې پر موږ يي راډیوګانې وویشلې.)
ازادۍ راډیو د تېرو کلونو پرمهال هم په افغانستان کې څو څو ځله په زرګونو راډیوګانې پر خلکو ویشلې وې او دادې یوځل بیا يي د ولسې جرګې له انتخاباتو څخه د مخه د راډیوګانو د ویشلو دغه کمپاین پیل کړی دی.
ازادۍ راډیو فکر کوي چې د دغو راډیوګانو په ویشلو سره به خلکو ته یوه غوره زمینه برابره شي چې د انتخاباتو له بهیر او پایلو څخه یي پر وخت ځان خبر کړي.
مجاهد جواد.