د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۱۷

فقیري:پاکستان ته د افغان چارواکو د سفر اساسي هدف د ترهګرۍ پر ضد مبارزه ده


د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند احمد ظاهر فقیري
د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند احمد ظاهر فقیري
پاکستان ته نن د افغانستان د ولسمشر حامد کرزي او د کابینې د څو تنو غړو د سفر دویمه ورځ ده، د جمهوري ریاست مطبوعاتي دفتر نن وویل، چې ولسمشر او ورسره پلاوی به یې نن هم له یو شمېر پاکستانو چارواکو سره خپلو کتنو ته ادامه ورکړي.

د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند احمد ظاهر فقیري وايي چې پاکستان ته د افغان چارواکو د سفر اساسي هدف د ترهګرۍ پر ضد مبارزې کې او په اقتصادي مسایلو کې د پاکستان د لا ډیرې همکارۍ را جلبول دي.

په کابل کې زموږ همکار احمد زبیر ژمن په دې اړه له ښاغلي فقیري سره مرکه کړې، دا مرکه د پاڼې په کیڼ اړخ کې د(ږغ) له برخې اورېدلی شي.
XS
SM
MD
LG