د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۵۳

شریفي: تر ډېره به په ټاکنو کې د درغلیو مخه ونیول شي


د کمیسیون غړی ضیا رفعت وویل، چې د هیواد په روانو حالاتو کې د انتخاباتو ترسره کول، یوستونزمن کار دی خو له ستونزو سره سره ضروري ده، چې دا بهیر په ښه توګه ترسره شي.
د کمیسیون غړی ضیا رفعت وویل، چې د هیواد په روانو حالاتو کې د انتخاباتو ترسره کول، یوستونزمن کار دی خو له ستونزو سره سره ضروري ده، چې دا بهیر په ښه توګه ترسره شي.

سره له دې چې په افغانستان کې د ولسي جرګې انتخاباتو ته ډیره لږه موده پاتې ده او د انتخاباتو خپلواک کمیسیون ورته د دوی د تیاریانو خبرې کوي خو خلک په دی بهیر کې احتمالي درغلیو، ناامنه شرایطو او په ځینوسیمو کې د رای ورکولو د مرکزونو تړلو، اندیښمن کړی دی.

سره له دې چی په افغانستان کې د ولسی جرګې انتخاباتو ته، د امنیتي ارګانونو د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون له خوا، د دوی وروستۍ تیاریانې نیول کیږی، د انتخاباتي شکایتونو د اوریدلو کمیسیون وایي، چې دوی هڅه کوي د امکان ترحده پورې د انتخاباتو پرمهال د درغلیو مخه ونیسي.

د انتخاباتي شکایتونو د اورېدلو د کمیسیون مشرتابه د چهارشنبې په ورځ یوې خبري ناستې ته د دوی د وروستیو اماده ګیو په هکله په تفصیل سره معلومات ورکړل.

د کمیسیون غړی ضیا رفعت وویل، چې د هیواد په روانو حالاتو کې د انتخاباتو ترسره کول، یوستونزمن کار دی خو له ستونزو سره سره ضروري ده، چې دا بهیر په ښه توګه ترسره شي. ده وویل:

"اوس موږ د دوو موضوعګانو له انتخاب سره مخ یو، یو دا چې ایا د درغلیو له ډاره ټول مرکزونه وتړو او که هڅه وکړو، چې د درغلیو سطح راټیټه کړو او انتخابات ترسره کړو، نوغوره دا ده چی د درغلیو د مخنیوي ترڅنګ د خلکو رایو ته درناوی وکړو ترڅو په انتخاباتو کې ګډون وکړي."

د ټآکنو د شکایتونو د اوریدولو د کمیسیون مشرتابه چې له درې کورنیو او دوه بهرنیو متخصصینو څخه جوړ شوي وویل، چې په هېواد کې د تیرو انتخاباتو په نسبت راتلونکو ته ډیر تدابیر نیول شوي او هیله ده، چې ترډیره ځایه په کې د درغلیو او قانون ماتولو مخه ونیول شي.
په راتلونکو انتخاباتو کې هېواد ته له بهر څخه د جعلي کارټونو واردېدل بله اندیښنه ده، چې خلکو ته پیدا شوې ده. په دې هکله ځینو رسنیو خپرونې هم کړي دي.

د ټاکنو د شکایتونو د اوریدلو د کمیسیون ریيس سید مراد شریفی وویل، چې دوی موضوع له نورو مربوطو ارګانونو سره شریکه کړې او تدابیر ورته نیول شوي دي:

"موږ د جعلي کارټونو نمونې ترلاسه کړي دي، دا مو ټولو رسنیو ته وښودلې، خلکو ته مو هم تبلیغات وکړل او پرسونل مو پوه او اګاه ګړ چې هیچاته دا حق ورنه کړي، چې جعلي کارټ وکاروي."

د انتخاباتو پرمهال د احتمالي امنیتي او مسلکي ستونزو په هکله د چارو کارپوهان وایي، چې که مربوط ارګانونه د ستونزو اواري ته د دوی تدابیر پراخ او جدی نه کړي، د انتخاباتو د شفافیت په هکله به له خلکو سره ډیرې پوښتنې پیدا شي.

راپور: خان محمد(سیند)
XS
SM
MD
LG