د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۲

په ننګرهار کې انتخاباتي مرکزونو ته د موادو وېش


ننګرهار ته د رايه پاڼو په ګډون د نورو ضروري موادو د انتقال چارې پیل شوې
ننګرهار ته د رايه پاڼو په ګډون د نورو ضروري موادو د انتقال چارې پیل شوې
د ولسي جرګې د ټاکنو لپاره په ننګرهار ولايت کې انتخاباتي مرکزونو ته د رايه پاڼو په ګډون د نورو ضروري موادو د انتقال چارې د سې شنبې په ورځ پيل شوي، چې لومړى د ولسواليو مرکزونو او بيا به نورو محلاتو ته انتقالېږي. دغه راز ځينو نا امنو سيمو ته به د ائتلافي ځواکونو په الوتکو کې هم مواد يوړل شي.

په ننګرهار ولايت کې د انتخاباتو د دفتر د دارالانشا مشر ډاکټر احمدولي امين د سې شنبې په ورځ ازادۍ راډيو ته وويل:

انتخاباتي مرکزونو ته د حساسو موادو د انتقال چارې پيل شوي . ده وويل: ځينو سيمو ته همدا نن مواد رسېدلي او ډېرو سيموته چې پاتې دي په لاره روان دي.

ډاکټر احمدولي امين هيله من دى چې انتخاباتي مواد به په خپل وخت له کومې ستونزې پرته اړونده سيمو ته انتقال شي، ځکه چې د ده په وينا امنيتي مسوولينو ورته ډاډ ورکړى.

دا په داسې حال کې ده چې په ننګرهار ولايت کې تقريباً ٨١ انتخاباتي مرکزونه د نا امنيو په وجه تړلي دي. د انتخاباتي چارو د امنيت د څېړنې لپاره د دوشنبې په ورځ د افغانستان د کورنيو چارو وزير بسم الله محمدي ننګرهار ته راغلى و او د غلته يې له والي ګل اغاشېرزي سره په کتنه کې د امنيت د ټينګښت ډاډ ورکړ او وې ويل، تر وسې- وسې به هڅه وکړي، تړلي انتخاباتي مرکزونه بېرته پرانيزي.

د ننګرهار چارواکو وويل: د کورنيو چارو وزير د انتخاباتو د امنيت د ټينګښت لپاره د پوليسو د هلوځلو د تقويې په مخه راغلى و، دده ليدنو کتنو ته رسنۍ نه وې پرېښودل شوې او سفر يې ناڅاپي و.

بل لوري ته د تړلو انتخاباتي مرکزونو د سيمو خلکو او کانديدانو د ننګرهار له ولايتي چارواکو نه د دوى د امنيت د ټينګښت او د انتخاباتي مرکزونو پرانیستل غوښتي، ننګرهار والي ګل اغاشېرزى وايي:

هڅه به وکړي تړلي انتخاباتي مرکزونه پرانيزي، خو د ولسي جرګې د انتخاباتو په ورځ به وکتى شي چې چارواکي د امنيت په ټينګښت کې څومره بريالي شوي دي.

راپور- محمد داود وفا
XS
SM
MD
LG