د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۳ مرغومی ۱۴۰۴ کابل ۰۲:۱۸

د ځوانانو لپاره ځانګړې اوونیزه خپرونه


یار مې په سرو لاسو مین دی
زه به نکریزې په خپل کور کې شنې کومه

تن مې د شنې نکریزې پاڼه
ظاهر تازه دننه رنګ په وینو یمه

په نکریزو د لاس او پښو سره کول په افغانستان، هند ، پاکستان او ګڼو نورو هېوادونو کې ډېر پخوانی سینګار پاتې شوی.

افغانې نجونې له پېړیو پېړیو راهیسې نکریزې استعمالوي، دوی په اخترونو، د نوي کال په شپه دغسې په عامو ورځو کې هم خپل لاس او پښې سرې کوي او داسې انګیرې چې په نکریزو د لاس او پښو سره کول په سینګار سر بیره ثواب هم لري.

د نکریزو شپه چې معمولا تر واده یوه شپه دمخه وي انجونې یې په ساز او سرود لمانځي او د زوم او ناوې په لاس او پښو د ښه شګون او نیکمرغۍ په نیت نکریزې پورې کوي.

ځینې ځوانان نکریزې د وېښتو د رنګ د ښه والي لپاره په ویښتو هم پورې کوي، ځینې بیا وایي چې نکریزې سوړ خاصیت لري او په ګرمیو کې یې د دې لپاره په لاس، پښو او سر پورې کوي چې کوفت یې وباسي.

د نکریزو سینګار تر بل هر وخت په اخترونو کې زیات وي هره پېغله د اختر شپې ته نکریزې برابروی او په خاصې سلیقې یې په لاس او پښو پورې کوي او وایي چې اختر بې نکریزو نامکمله دی.

په ښارونو کې اوس ځوانان معمولا له بهرنیو نکریزو چې ځینې یې تیارې خیشتې هم وي کار اخلي خو ګڼ کلیوال ځوانان بیا اوس هم د لغمان او جلال اباد نکریزې چې ښه بوي هم لري پورې کوي.

لیلا وایي چې اوس ساده نکریزې مود نه دي بلکې انجونې هغه نکریزې خوښوي چې د نقشونو کتلاک ورسره وي او له مخې یې په خپلو لاس و پښو په ښکلي نقش او ډیزاین ګلان اچوي او په دې ډول د نکریزو او لاسونو ښکلا یو په دوه کوي.

زمری چې په کابل کې د کراچې په سر نکریزې او نور بنجاره سامان پلوري راته وایي چې نن سبا انجونې کومې نکریزې ډېرې خوښوي.

د افغانستان امنیتي ځواکونه چې ډېری غړي یې ځوانان دي د خلکو د امنیت د ساتنې لپاره د اختر ورځې هم له کوره لرې په دنده بوخت وي تر څو افغانان له وېرې او ډار پرته اختر یا خپل مذهبي جشن په ارامه ولمانځي، خو دا چې دغه ځوانان د وظیفې پرمهال له کور او کورنۍ لرې اختر څنګه لمانځي راځۍ له دوی یې واورو.


دا خپرونه د پاڼې په کیڼ اړخ کې د(ږغ) له برخې اورېدلی شي.

تاندې څانګې خپرونه چې په کابل کې یې لینا شریفي برابروي د هرې شنبې او دوشنبې په ورځو خپرېږي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG