د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۴۲

کرزي : امریکايي کشیش دې د قران د سپکاوي فکر هم نه کوي


ولسمشر کرزي د ارګ په جومات کې د اختر د لمانځه له ادا کولو وروسته خبریالانو ته خبرې کوي.
ولسمشر کرزي د ارګ په جومات کې د اختر د لمانځه له ادا کولو وروسته خبریالانو ته خبرې کوي.

دافغانستان جمهوررییس حامد کرزی د دې هیواد او دنړۍ ټولومسلمانانوته دکمکي اخترمبارکي وویله اوله وسله والومخالفانوڅخه یې غوښتنه وکړه چې له جنګ څخه لاس واخلي اود سولې له بهیرسره یوځای شي.

ولسمشرکرزي د جمعې په ورځ د اخترد لمانځه له اداکولو وروسته خبریالانوته وویل چې هرافغان اوافغانه کورنۍ باید په دې هیواد کې د سولې او ثبات د راوستولپاره هلې ځلې وکړي او دغه رازد طالبانوله مشرملامحمد عمرنه یې هم وغوښتل چې د جګړې پرځای د سولې لپاره هڅې وکړي:

(( مونږله ملا محمد عمراخند څخه هیله لروچې د سولې له پروسې سره یوځای شي اوله ورور وژنې،ښځواوماشومانو اونورو ملکي خلکوته د تلفاتوله اړولوڅخه لاس واخلي ترڅو زمونږپه خاوره کې آرامي راشي .))

دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې مخکې د طالبانومشرملا محمد عمرد یوې اعلامیې په خپرولوسره ویلي چې بهرني ځواکونه په دې هیواد کې له ماتې سره مخامخ دي اوټینګاریې کړی چې ترهغه وخته به جنګ ته دوام ورکوي چې بهرني ځواکونه له دې هیواد څخه نه وي وتلي.

دغه رازد حزب اسلامي مشرګلبدین حکمتیارهم په خپلوتازه څرګندونوکې د بهرنیوځواکونوپه وړاندې په مبارزې ټینګارکړی خو ویلي یی دي که چیرې له دې هیواد څخه د بهرنیوځواکونووتلوته یود قیق مهال ویش وټاکل شي دی چمتو دی چې له جګړو څخه لاس واخلي.

ولسمشرکرزي د خپلوڅرګندونوپه یوه بله برخه کې د سولې دعالي شورا دجوړلوپه اړه د سولې دملي مشورتې جرګې پریکړې ته په اشارې وویل چې د سولې عالي شورا جوړه شوې او ډیرژربه یې غړي هم اعلان شي.

ښاغلي کرزي یوځل بیا نړیوالې ټولنې اوپه دې هیواد کې میشتوبهرنیوځواکونوته وویل چې تروریستان د دې هیواد په کلیواوبانډوکې نشته بلکې د هغوی ځالې او د روزنې مرکزونه له دې هیواد څخه بهردي چې باید د له مینځه وړلولپاره یې جدي اقدامات وشي.

د افغانستان جمهوررییس د خپلوخبروپه ترڅ کې د امریکا د فلوریدا ایالت د یوې کلیسا لخوا د قرانکریم د سوځولوپلان ته په اشارې وویل چې د دې پلان عملي کول به د مسلمانانوقهراو غوسه را وپاروي.

هغه څرګنده کړه د امریکا د فلوریدا ایالت دغه مسیحي کلیسا باید قرانکریم ته د سپکاوی فکرهم ونه کړي:

(( په امریکا کې د یوې کلیسا یوه کشیش هڅه کوله چې قرانکریم ته سپکاوی وکړي،که څه هم اوس مې اوریدلي چې خپل نیت یې بدل کړی خوپه هرصورت ورته وایوچې قرانکریم دهرمسلمان په زړه او ذهن کې دی اوڅوک ورته زیان نشي اړولی.
خوبیاهم هیله لرو چې له دې سپکاویوڅخه لاس واخلي اوحتی فکریې هم ونه کړي.))

ولسمشرکرزي وویل چې کمکی اخترپه داسې حال کې نمانځل کیږي چې په پاکستان کې سختو سیلابونو تر یونیم زرو زیات کسان ووژل او خلکوته یې ډیرزیانونه هم واړول.

هغه له ټولوافغانانوڅخه وغوښتل چې په خپل هیواد کې د سولې د را وستود هڅوترڅنګ په نوموړي هیواد کې له سیلاب ځپلوسره هم د خپل توان ترحده مرستې وکړي.

ولسمشرکرزي په داسې حال کې دارګ د ماڼې په جومات کې د کمکي اخترلمونځ ادا کړچې د کابینې اوملي شورا ډیرشمیرغړو،یوشمیرپخوانیوجهادي مشرانو او نورو دولتي چارواکوهم حضوردرلود.

د کابل ښار په نورو جوماتونوکې هم د اخترد لمانځه د اداکولوپه مهال دیني عالمانوترډیره پردې خبرې وکړي چې ټول خلک باید په افغانستان کې د سولې اوثبات د راوستولپاره نه ستړي کیدونکي هڅې وکړي اوبډایه اوغني کسان دې له مسکینانو اوبیوزلوسره د مرستې لپاره ودانګي.
XS
SM
MD
LG