د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۱۶

مشرانو چرګه: امریکا کې د قران کریم د سوځولو مخه ونیسي


د ولسي جرګې غړي وايي، ملګرو ملتونو د منشور له مخې باید ټول مذهبونه له تعرض څخه خوندي وی او باید ورته احترام وشي.
د ولسي جرګې غړي وايي، ملګرو ملتونو د منشور له مخې باید ټول مذهبونه له تعرض څخه خوندي وی او باید ورته احترام وشي.

د افغانستان د ملي شورا یوشمېر غړو د پنجشنبې په ورځ د امریکا په فلوریډا ایالت کې د یوې کلیسا له خوا د قران کریم نسخې ته د اوراچولو پلان وغانده اوغوښتنه یې وکړه، چې باید د دې پلان د عملي کولو مخه ونیول شي.

د ملي شورا غړي په داسې حال کې، چې د قران کریم د سوځولود پلان په اړه په امریکا کې د مسیحي کلیسا اقدام غندي، په کابل کې د امریکا سفارت او امریکايي چارواکو ته خبرداری ورکوي، چې د دې پلان د عملي کولو مخه ونیسي.

د ملي شورا د دواړو جرګو یوشمېر غړو د پنجشنبې په ورځ دغه اعتراضونه او غوښتنې په کابل کې په یوه خبر کنفرانس کې اعلان کړې.

د ملي شورا غړي خبرداری ورکوي، چې که امریکايي چارواکي د دغه اقدام مخه ونه نيسي او د ملی شورا غړو ته د خپلې پریکړې په اړه معلومات ورنه کړي، نو د اختر په لومړۍ ورځ به د امریکا سفارت مخې ته احتجاجي غونډه وکړي.

د مشرانو جرګې دوهم مرستیال محمدعلم ایزدیار په دې اړه وايي:

"د امریکا حکومت باید یوازې د قضیې په محکومیت اکتفا ونه کړي، بلکې پرهغې په جدي توګه تحقیق وکړي، زموږ غوښتنه دا ده، چې د امریکا سفارت په دې برخه کې عملي اقدام وکړي او موږ ته یې اعلان کړي له هغه پرته به سبا له غرمې وروسته د امریکا په سفارت د خلکو د استازو له خوا اعتراض وشي او خلک هم له شک پرته د دغو استازو اقدام ته هر کلی وايي."

دا اعتراضونه وروسته ترهغې پرامریکا کیږي، چې یوه اونۍ مخکې د نوموړي هېواد په فلوریډا ایالت کې یوې کلیسا اعلام وکړ، چې د روان کال د سپټمبرپه یوولسمه نیټه چې پرامریکا د نهه کاله مخکې له حملې سره سمون خوري د قرانکریم نسخې ته اور واچوي.

د ولسي جرګې غړي عالمي بلخي په دغه غونده کې وویل د ملګرو ملتونو د منشور له مخې باید ټول مذهبونه له تعرض څخه خوندي وی او باید ورته احترام وشي.

"د دغه اقدام مخنیوي هم مشروع دی، هم قانوني او هم د امریکا دولت يې د مخنیوي توان لري. که د امریکا دولت د دغه اقدام مخه ونه نیسي، نو د امریکا لپاره به دېر خطرناکه وي.

زه په دې باور یم چې که دغه کار وشي، نو امریکا به زیانمنه شي، داسې چې نه به جبران کیږي، نه به د مخنیوي وي او نه به هم د وړاندوینې وړ."

د ملي شورا غړو په داسې حال کې له امریکايي چارواکو څخه په دې برخه کې د جدي اقدام غوښتنه کوي، چې په کابل کې د امریکا سفارت، د امریکا حکومت او په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو عمومي قومندان د فلوریډا ایالت د کلیسا دغه پلان غندلي او د نه عملي کولوغوښتنه یې کړې.

په کابل کې د امریکا سفارت له خوا د پنجشنبې په ورځ په خپره شوې اعلامیه کې د فلوریډا د کلیسا له خوا قران کریم ته د سپکاوي موضوع غندل شوې ده.

په کابل کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړی استازی ستیفن ډي مسټورا او د جرمني صدراعظمې هم دغه پلان غندلي او له امریکايي چارواکو څخه يې د دغه اقدام د مخنیوي غوښتنه کړې ده.

د امریکا د فلوریډا ایالت د مسیحي کلیسا له خوا د قرانکریم د نسخې د سوزولو د پلان په وړاندې لا وړاندې د افغانستان په ځینو سیمو کې مظاهرې او لاریونونه پیل شوي دوی خبرداری ورکړی، چې د دې پلان د عملي کولو په وړاندې به د مسلمانونو غبرګون جدي وي.
XS
SM
MD
LG