د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۳ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۶:۴۷

ناټو: په راتلونکي ۱۴ میاشتو کې به د افغان ځواکونو شمېر ۸۰ زره نور زیات شي


په راوپا کې د ناټو سرقومندان وايي، په ۲۰۱۱ کې به افغان ځواکونو ته د مسوولیت سپار پیل شي.
په راوپا کې د ناټو سرقومندان وايي، په ۲۰۱۱ کې به افغان ځواکونو ته د مسوولیت سپار پیل شي.

په اروپا کې د ناټو سرقومندان له افغانستان څخه د لیدنې پرمهال وویل، چې دغه هېواد د پرمختګ پر لور روان دي او هیله يي څرګنده کړه، چې په راتلونکي ۲۰۱۱ میلادي کال کې به خپله افغان امنیتي ځواکونو ته د مسولیتونو د انتقال لړۍ پیل شي.

په داسې حال کې چې د افغانستان په ځینو برخو کې امنیتي اندیښنې لاپرځای دي، په اروپا کې د ناټو سرقومندان وايي، چې افغانستان په مختلفو ډګرونو کې پرمختګ کړی او د دغه هېواد امنیتي ځواکونو ته به د مسولیتو د انتقال بهیر په راتلونکي کال کې پیل شي.

په اروپا کې د ناټو سرقومندان جیمز سټیو ریډیس د چهارشنبې په ورځ په کابل کې یوې خبري غونډې ته په دې اړه داسې وویل:

"زه فکر کوم چې په ټولیزه توګه پرمختګ هم په اقتصادي ډګر کې راغلی، هم په امنیتي او هم د حکومت ادارې په برخه کې. څه ناڅه ستونزې به وي خو نړیواله ټولنه له افغانستان سره په مختلفو برخو کې د مرستو لپاره ژمنه ده."

نوموړي وړاندې وویل چې ۱۴ میاشتې مخکې د هلمند په مارجه کې د طالبانو بیرغ رپیده خو اوس په کې ماشومان ښونځیو ته ځې، دغه راز ۱۴ میاشتې دمخه د افغان امنیتي ځواکونو شمیر ۱۶۰۰۰۰ ته رسیده او اوس دغه شمیره ۲۴۰۰۰۰ ته رسیږي او تر ټولو مهمه داچې د ایساف له خوا د ملکي خلکو د مرګ ژوبلې په کچه کې ۶۰٪ کموالۍ راغلی دی.

په اروپا کې د ناټو سرقوماندان دا هم وویل، چې د افغان امنیتي ځواکونو د کمیت او کیفیت کې پرمختګ تر سترګو کیږي او افغان ځواکونه به په ۲۰۱۱ میلادې کال کې د دې جوګه شې چې ورته د مسولیتونو د انتقال لړۍ پیل شي خو د په نړیوالو یوځل بیا غږ وکړ چې افغانستان ته دې د خپلو پوځې روزونکو شمیر نور هم زیات کړي.

"مونږ په ایتلاف کې له ټولو ۴۹ شاملو هیوادونو څخه غواړو، چې افغانستان ته نور پوځې روزونکي راواستوي، موږ نورو روزونکو ته ځکه اړتیا لرو چې دغه پروګرام ډیر بریالی دی او زیات افغانان غواړي د خپل هېواد په امنیتي لیکو کې ځای پرځای شي او له همدې امله ویلای شو، چې د راتلونکې کال تر دې ورځې پورې به د افغانستان د امنیتي ځواکونو شمیر دریو لکو ته پورته شي."

په اروپا کې د ناټو سرقومندان د خپلو خبرو په دوام دا هم وویل، چې د افغان امنیتي ځواکونو په لیکو کې یوه بله ستونزه د بې سوادي ستونزه ده او له همدې امله دامهال تقریبا ۳۰۰۰۰ امنیتي سرتیرو ته د لیک لوست پروګرامونه هم پیل شوی دي او په راتلونکې کال کې به د سواد د زده کړې دغه پروګرام یولک سرتیري تر خپل پوښښ لاندې راولي.

په افغانستان کې که له یوې خوا د امنیتي ځواکونو په شمېر کې په دوامداره توګه زیاتوالي راځې له بلې خوا پوځې کارپوهان بیا په دې باور دې چې د افغان امنیتي ځواکونو کیفیت ته هم باید ځانګړې پاملرنه وشي او په عصري پوځې وسایلو سمبال کړای شي.

راپور: مجاهد جواد
XS
SM
MD
LG