د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۴ غویی ۱۴۰۴ کابل ۱۱:۱۳

راسموسن: راروان کال به د افغانستان امنیتي چارې افغانانو ته وسپارل شي


اندرس فوګ راسموسن سره له دې چې افغان امنیتي ځواکونو ته د امنیتي چارو د سپارلو لپاره یو مخ مشخصه نیټه ونه ټاکله
اندرس فوګ راسموسن سره له دې چې افغان امنیتي ځواکونو ته د امنیتي چارو د سپارلو لپاره یو مخ مشخصه نیټه ونه ټاکله

د ناټو عمومي منشي اندرس فوګ راسموسن وویل، د افغانستان امنیتي وضعه دومره ښه شوې ده، چې امنیتي چارې افغانانو ته وسپارل شي.

د ناټو عمومي منشي اندرس فوګ راسموسن وایي، نړیوال پوځیان به وتوانیږي چې راروان میلادي کال د افغانستان امنیتي چارې افغان حکومت ته وسپاري.

اندرس فوګ راسموسن سره له دې چې افغان امنیتي ځواکونو ته د امنیتي چارو د سپارلو لپاره یو مخ مشخصه نیټه ونه ټاکله خو د ناټو د عمومي منشي خبره د امریکا د ولسمشر بارک اوباما له ژمنې سره سر خوري چې ویلې یې دي د راروان میلادي کال له جولای څخه به له افغانستانه د خپلو عسکرو وتل پیل کړي.

د ناټو د عمومي منشي خبره په اروپایي هیوادو کې د مخ په زیاتیدونکي بې صبري انعکاس هم کوي، چې وروسته تر نهو کلونو د اروپا اکثر هېوادونه غواړي چې د افغانستان شخړه باید نوره پای ته ورسیږي.

د اسوشیېټډ پرېس اژانس په وینا د اندرس فوګ راسموسن له څرګندونو داسې ښکاري، چې روان کال به په افغانستان کې امنیتي وضعه یو دم ښه نه شي.

د ناټو عمومي منشي په پسرلي کې د ناټو په غونډه کې ویلي وو، چې د دوی لومړۍ هڅه به دا وي چې روان میلادي کال د افغانستان امنیتي چارې افغانانو ته وسپاري:

"زموږ هدف په دوه زره لسم کال کې څرګند دی. له یاغیانو څخه د واک خپلول، د افغانستان له حکومت سره د حاکمیت په غښتلي کولو کې مرسته کول او د روان کال په ترڅ کې افغان حکومت ته د امنیتي چارو د ورسپارلو پیلول."

ټاکل شوې ده، چې د ناټو غړي هېوادونه د پرتګال په مرکز لیزبن کې دوې میاشتې وروسته غونډه وکړه او په دې غونډه کې افغانانو ته د افغانستان د امنیتي چارو د ورسپارلو مساله وڅیړل شي. په دې غونډه کې به د بیلابیلو ولایتونو د امنیتي چارو د مسوولیت سپارلو پر پلان خبرې وشي.

د ناټو عمومي منشي وویل، د ده په باور امنیتي وضعه ښه شوې نو د امنیتي چارو سپارل ممکن دي، راسموسن زیاته کړه له دې سره سره له افغانستانه د بهرنیو عسکرو د وتلو مساله له دې سره ارتباط لري چې مځکنی وضعیت څه ډول دی.

اندرس فوګ راسموسن په واشنګتن کې مخکې تر دې چې د امریکا له ولسمشر بارک اوباما سره خبرې وکړي، خبریالانو ته دا هم وویل، چې موږ به هله له افغانستانه وځو چې خپله دنده مو سرته رسولې وي.

بل لورته په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو قوماندانان د دې لیواله دي، چې وخت معین شي چې په دې وخت افغان امنیتي ځواکونو ته امنیت سپارل کیږي.

په افغانستان کې د ناټو د روزنې د ماموریت مشر ډګر جنرال بیل کالډویل وایي، لږ تر لږه یوه بل کال ته اړتیا شته څو دومره افغان پوځیان مو جذب کړي او روزلي وي چې اړتیا یې شته.

د ناټو عمومي منشي څرګنده کړه چې له افغانستانه راروان کال د پوځیانو د وتلو طرحه له دې سره په ټکر کې نه ده چې د ناټو او امریکایي ځواکونو عمومي قوماندان جنرال پیټرویس ویلې دي، چې په افغانستان کې دوه زره نورو بهرنیو پوځیانو ته ضرورت شته، ځکه چې د دغو دو زرو اکثریت به روزنکي وي او افغان پوځیان به روزي څو له افغانستانه د ناټو د عسکرو وتلو ته زمینه برابره شي.
XS
SM
MD
LG