د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۳۰ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۶:۱۷

روسيه په افغانستان کې ځينې تاسيسات رغوي


د روسیې یوه جګ پوړي مقام پرون وویل چې دا هېواد غواړي له لوېدیځ سره د همکارۍ تر څنګ له افغانستان سره د برېښنا کوټونو او نورو هغو تاسیساتو په بیا جوړولو کې مرسته وکړي چې شورویانو ودان کړي وو او د جګړو په کلونو کې ویجاړ شوي دي.

د رویټرزخبري اژانس د راپور له مخې دغه روسي مقام، چې ويلي يې دي بايد نوم يې وانخيستل شي، د ولاډي فورم په نوم په روسیه کې د کارپوهانو کالنۍ غونډې ته وویل:

”موږ غواړو چې د شوروي اتحاد له لوري په هغو یوڅلوېښتو تاسیساتو کې د ځینو په بیارغونه کې همکاري وکړو چې ډېر اهمیت لري“

دې ته ورته څرګندونې ځینو نورو روسي چارواکو هم کړې او دا ښيي چې روسیه ،بې له دې چې ځان په افغانستان کې له پوځي لارې ښکېل کړي، د خپل رول او نفوذ د زیاتولو په لټه کې ده.

شوروي اتحاد یوویشت کاله پخوا د افغانستان له لس کلن اشغاله وروسته خپل پوځیان په داسي حال کې وایستل چې لږ تر لږه پنځلس زره عسکر یې ووژل شول .د شوروي په یرغل کې تر یوملیون زیات افغانان هم ووژل شول او په مليونونو نور معيوب شول.

د روان ۲۰۱۰ کال په جنورۍ کې په ناټو کې د روسیې استازي وویل چې روسیه حاضره ده په افغانستان کې هغه تاسیسات(فابریکې او نور) بیا ورغوي چې د شوروي اتحاد په وخت کې په افغانستان کې جوړ شوي وو خو شرط دا دی چې نړیواله ټولنه يې مالي لګښت ورکړي.

روسيې مقام چې د دوشنبې په ورځ یې د نوم د نه څرګندولو په شرط خبرې کولې ، وویل چې هیواد یې کېدای شي د اوبو د برېښناکوټونو او سالنګ تونل په شان پروژو په بیارغونه کې مرسته وکړي.

دغه روسي چارواکي دا هم وویل چې مسکو په افغانستان کې د امریکا او ناټو له غړیو هیوادونو سره د هغوی په پوځي هلو ځلو کې د ترانزیتي اسانتیا د برابرولو او د افغانستان ملي اردو ته د څرخکو د ورکولو په وسیله مرسته کوي.

روسي چارواکي وايي چې دوی غواړي چې امریکا او ناټو په افغانستان کې بریالي شي ځکه چې روسیه له افغانستانه د مخدرو موادو او ترهګرۍ د خپرېدو له درکه اندېښنه لري.

خو له دې سره- سره په لوېدیځ او افغانستان کې شکونه شته چې روسیه په افغانستان کې د لوېديځوالو په ناکامۍ نه خپه کېږي او غواړي د پخواني شوروي اتحاد د ماتې انتقام ترې واخیستل شي.

دوى ټينګار کوي چې د افغانستان ستونزه يوازې له پوځي لارې نه حلېږي. د روسيې دغه چارواکي وويل روسيه غواړي په افغانستان کې د اقتصاد په پياوړتيا کې هم مرسته وکړي.

رويټرز اژانس د ځينو کارپوهانو نظر رااخيستى چې وايي، په افغانستان کې د روسيې په مرسته د زېربنايي تاسيساتو رغونه به له روسې سره مرسته وکړي چې په افغانستان کې خپل نفوذ زيات کړي، په داسې حال کې چې امريکا له افغانستانه د خپلو ځواکونو د ايستلو لپاره د مهالوېش اعلان کړى دى.
XS
SM
MD
LG