بریتانوی جنرال سِرنېک پارکر چې له جنرال ډېویډ پېترایوس وروسته په افغانستان کې د نړېوالو ځواکونو دوهمه درجه قوماندان دی وايي چې په افغانستان کې د پرمختګ چټکوالی ترهغې اندازې چې تمه یې کېده ټکنی ځکه دی چې په افغانستان کې پوځي ماموریت پېچلی دی.
امریکايي جنرال ډېويډپېټرایوس په خپلو څو وروستیو مرکو کې له وسله والو طالبانو سره په جګړه کې د ناټو د پرمختګ وکړه او ویې ویل چې د طالبانو د زور مخه نیول شوې ده.
دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې جګړو د بل هروخت په پرتله ډېر زور اخیستی، ولسمشر بارک اوباما غواړي د وضعیت د څېړنې لپاره په راروانه ډیسمبر میاشت کې په افغانستان کې د امریکا د ستراتیژۍ بیا څېړنه وکړي او په افغانستان کې د نړېوالو سرتېرو د زیاتو تلفاتو له امله په لویدیځ کې د افغانستان د جګړې ملاتړ په کمېدو دی.
په تېر یوه کال کې په خاص ډول امریکايي او بریتانوي ځواکونو څو ځلې په هلمند او کندهار کې د طالبانو د ځپلو په مقصد پوځي عملیات وکړل.
په فبرورۍ میاشت کې د هلمند ولایت په مارجې ولسوالۍ کې د مشترک په نامه عملیات وشول چې په ترڅ کې یې د ناټو ځواکونه د وسله والو له سخت مقاومت سره مخامخ شول.
د ناټو مرستیال قوماندان جنرال سِرنېک پارکر چې په کابل کې د خبریالانو له یوې وړې ډلې سره خبرې کولې وویل، که هغه خبرې چې موږ په جنورۍ او فبرورۍ میاشتو کې، له مشترک عملیاتو مخکې کولې واورئ، پوه به شئ چې موږ ښايي له حده زیات هیجاني شوي وو.
جنرال پارکر زیاته کړه چې ده هم هغه مهال د ځینو مسایلو په برخه کې یوڅه زیات مثبت نظر لاره. ده وویل سره له دې چې په مارجې ولسوالۍ کې د عملیاتو پرمهال ستراتیژي داوه چې باید په هره ممکنه طریقه په سیمه کې حکومتي نظام فعال شي خو اوس دا ثابته شوې ده چې په دې سیمه کې د یوې دوامدارې ادارې او د مرستندویو ټولنو فعالول ترهغې اندازې ستونزمن وو چې موږ یې تمه درلوده.
د ښاغلي پارکر په وینا په دې برخه کې هېڅوک نه دي ملامت بلکې ستونزه د هغه چاپېریال په پېچلي حالت کې ده چې ناټو عملیات په کې کوي.
د تېرې سې شنبې په ورځ د امریکا او ناټو عمومي قوماندان جنرال ډیویډپېټرایوس په یوه مرکه کې وویل چې د ده تر قوماندې لاندې ځواکونو د وسله والو طالبانو ګڼ شمېر مشران وژلي دي، خو ده دا اعتراف هم وکړ چې وسله وال طالبان مقاومت کوي او د دوی د پښو پل سږکال زیات شوی دی.
خو دې بریتانوي قوماندان چې دنده یې د روانې میاشتې په وروستیو کې پای ته رسېږي همدا راز وویل چې له ټولو ستونزو سره سره د ایساف ځواکونو وروورو په نا امنو سیمو کې د امن ساحو په رامنځ ته کولو پیل کړی څو حکومت او مرستندویې ټولنې وکولای شي هلته فعالیت وکړي.