د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲ غویی ۱۴۰۴ کابل ۱۰:۰۲

عبداله: افغان دولت د سولې لپاره د پردې تر شاه معاملې کوي


سیاسي اپوزسیون مشر ډاګتر عبدالله عبدالله
سیاسي اپوزسیون مشر ډاګتر عبدالله عبدالله

په داسې حال کې چې په افغانستان کې دنننه یو شمیر کړیو د سولې د عالي شورا د رامنځ ته کیدو هرکلی کړی دی، خو د سیاسي اپوزیسیون مشر ډاکتر عبدالله عبدالله د افغان دولت په دغه اقدام انتقاد کړی دی. ډاکتر عبدالله اندیښنه څرګنده کړې چې افغان دولت د سولې لپاره د پردې تر شا معاملې کوي.

په داسې حال کې چې د افغانستان جمهور رییس له وسلوالو مخالفینو سره د روغې جوړې لپاره د سولې عالي شورا جوړه کړه، د سیاسي اپوزسیون مشر ډاګتر عبدالله عبدالله افغان دولت تورن کړ چې د سولې لپاره د پردې تر شا مذاکرات کوي.

نوموړي چې د جمهوري ریاست په تیرو انتخاباتو کې کاندید هم و، د سولې راوستلو لپاره د افغان دولت په روانو هلو ځلو انتقاد وکړ او ویې ویل چې د سولې هڅې یې د وسلوالو مخالفین د لا پیاوړي کیدو لامل شوي دي.

ښاغلي عبدالله د یکشنبې په ورځ په دې اړه خبریالانو ته وویل:

"دا سوله کومه سوله ده او له چا سره ده، د څه لپاره ده، څه غواړي، چیرته غواړئ او له چا سره سوله غواړئ؟ دا ټولې هغه پوښتنې دي، چې د افغانستان خلک یې لري او له بده مرغه بیا هم خبرې د پردې تر شا دي، له بده مرغه ډیر کم شئ خلکو ته ښکاره کيږی، چې ګویا یو څه روان دي، خو خلک له واقعیتونو نه دي خبر کړای شوي."

خو افغان دولت دارنګه تورونه ردوي او وایي، چې د سولې لپاره هلې ځلې د خلکو د استازیو له لارې پر مخ بیايي.

افغان چارواکي وايي، چې د سولي په عالي شورا کې هم قومي مشران، پخواني جهادي شخصیتونه او څو تنه ښځې ګډون لري چې نومونه به یې له کوچني اختر وروسته خپاره شي.

ښاغلي عبدالله همدراز د ولسي جرګې د راتلونکو انتخاباتو په روان بهیر هم نیوکه وکړه.

نوموړي که څه هم له خلکو وغوښتل چې د ولسي جرګې په راتلونکو انتخاباتو کې ګډون وکړي خو په دغو انتخاباتو کې یې د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون د چارواکو د لاسوهنې په اړه اندیښنه څرګنده کړه:

"ډ اف سي ګان او د ولایتونو په کچه د انتخاباتو د کمیسیون یو شمیر چارواکي په فعاله توګه کاندیدانو ته مراجعه کوي او هغوی ته وایي، چې د پیسو په بدل کې دې رایې تضمین کولای شو. دا مسئله د جمهوري ریاست په انتخاباتو کې وشوه، اوس به هم وشي، او هره ورځ تکراریږي"

نوموړي همداراز د انتخاباتو په خپلواک کمیسیون انتقاد وکړ چې په ځینو باامنه سیمو کې یې هم د رایې ورکولو یو شمیر مرکزونه تړلي دي.

خو د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیسیون تل دارنکه انتقادوه رد کړي دي.

د دې کمیسیون چارواکی وايي،چې د رایې ورکولو له څه باندې نهه سوه تړل شویو مرکزونو څخه یې اکثره د افغانستان په جنوبي او ختزو نستباً ناامنو سیمو کې دي.

دوی همداراز ویلي دي، چې په شفافه توګه د ولسي جرګې د انتخاباتو د ترسره کیدو او په هغې کې د چارواکو د لاسوهنې لپاره به خپله ټوله وسه وکړي.

XS
SM
MD
LG