د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۴

په پکتیا کې زیاتره میرمنې له انتخاباتو ناخبرې دي


د پكتيا ولايت مېرمنې وايي چې له مركز ګردېز پرته، په نورو ټولو ولسواليو او كليوالو سيمو كې هيڅ كومې ادارې مېرمنو ته د انتخاباتو په اړه بشپړ عامه پوهاوى نه دى وركړى.

ويل كېږي چې اكثريت پكتياوالې مېرمنې تر دې مهاله په دې نه دي خبرې چې د ولسي جرګې انتخابات په كومه نېټه تر سره كېږي او د انتخاباتو لپاره څه وړ كسانو ځانونه كانديد كړي دي.

له ولسواليو او ليرې پرتو سيمو نه د درملنې لپاره د ګردېز مركزي روغتون ته راغلو څو مېرمنو د غږ نه ثبتولو په شرط ازادۍ راډيو ته وويل چې په كليوالو سيمو كې نږدې ټولې مېرمنې له انتخاباتو او د رايي اچونې له ترتيب څخه ناخبره دي.

په دې لړ كې يو مېرمنې دا هم وويل چې كليوالې ښځې د ولسي جرګې را روان انتخابات داسې تعبيروي چې ګويا د دغو رايو له لارې پاچا ټاكل كېږي.

د دې ولايت اوسېدونكې نجيبه وايي چې مېرمنې په دې نه پوهېږي چې انتخابات په كومه نېټه دي، خو په دې پوهېږي چې په انتخاباتو كې د غوره مېرمنې په ټاكلو سره د ښځو ستونځې حل كېدلى شي:

( زما نوم نجيبه ده، نه پوهېږم چې انتخابات په كومه ورځ دي، مشكل زيات دي، موږ وايو چې يوه ښځينه وټاكو، تر څو د ښځو او غريبانو غم وخوري.)

يو بله پكتياواله مېرمن شفيقه هم د عامه پوهاوي د كمزورتيا خبره كوي:

(ښځې خو ډېرې زياتې نه دي خبرې، كه كومه ښځه پوهېږي او سواد ولري نو له راډيو نه به خبره وي، زیاتره ښځو ته اګاهي عامه نه ده شوې او څوك نه دي خبرې چې انتخابات څه وخت دي.)

بل خوا د ځاځي اريوب ولسوالۍ اوسېدونكې مرغلره وايي ډېرې داسې مېرمنې شته چې كارتونه يې نه دي اخيستي او د هغې په شمول د انتخاباتو د مشخصې ورځې په اړه معلومات نه لري :

(ځينې زنانه شته چې كارتونه يې ندي اخيستي، داسې معلومات نشته چې انتخابات په كومه ورځ دي، موږ خپله هم اجازه نلرو چې رايه واچوو، زموږ پر ځاى سړي ځي چې رايه واچوي)

د پكتيا ولايت د ښځو چارو رييسه حليمه خزان هم په دې ولايت كې د عامه پوهاوي د پروسې ضعف تائيدوي:

(پكتيا كې عامه پوهاوى ډېر ضعيف دى، خصوص په اطراف كې خلك معلومات نه لري چې، رايه وركول څه معنى لري، وكيل څوك دى، د څه لپاره انتخابېږي، متاسفانه بايد ووايم چې ډېرې كمې خويندې اګاهي لري، فعلاَ د عامه پوهاوي يو پروګرام چې ولسواليو ته روان دى، زه پخپله د يوې پښتنې په توګه له دوى سره دا همكاري كوم چې ولسواليو ته ورسره ولاړه شم)

خو د پكتيا ولايت د انتخاباتو د سيمه ييز دفتر د عامه پوهاوي د څانګې مسوول نجيب الله شاكري وايي چې له ځينو ډېرو نا امنو سيمو پرته په ټول ولايت كې دغه پروسه عملې شوېده او زياتوي چې دغه ستونځه په هغو سيمو كې ډېره ده چې د خلكو د سيواد كچه يې ټيټه ده:

(دغه ستونځه په ليرې پرتو ستونځو كې زياته موجوده ده، فكر كوم په افغانستان كې به ډېر كم خلك وي چې اوس د ټاكنو په هكله نه پوهېږي. تر ټوله وسه پورې كوښښ كوو چې د ټاكنو تر ورځې پورې خلك په دې وپوهوو، چې په ټاكنو كې څه ډول ګډون وكړي، څه ډول رايه وركړي، د ټاكنو ورځ كومه ده او د ټاكنو محلونه كوم ځاى دي)

كه څه هم د انتخاباتو د عامه پوهاوي دغه چارواكى د خپل مسووليت د ښه تر سره كولو ادعا كوي، خو په ګردېز ښار كې پوښتل شويو ډېرى كسانو آزادۍ راډيو ته وويل: مېرمنې څه چې نارينه هم په دې نه دي پوهول شوي چې دغه انتخابات څه وخت، څنګه او د چا لپاره تر سره كېږي.

لمر نيازى- پکتیا
XS
SM
MD
LG