د بت خاک د بریښنا د سب اسټیشن په فعالېدلو سره ټاکل شوې چې له شپیتو زرو څخه زیاتې کورنۍ چې د بریښنا له نعمت څخه بې برخې وې د بریښنا سیستم ته لاس رسی پیدا کړي.
د افغانستان د اوبو او بریښنا وزارت د سرپرست په وینا د دغه سب اسټیشن د جوړولو کارچې زمنس او یوې بلې هندۍ کمپنۍ ته سپارل شوی و دوه کاله وخت یې ونیوه .
محمد اسماعیل چې د شنبې د ورځې له ماسپښین ورسته یې د کابل د بت خاک د بریښنا د سب اسټیشن د پرانیستې په غونډه کې خبرې کولې وویل چې دا د بريښنا د ویش یوه لویه پروژه ده او زرګونه کورنه به روښانه کړي:
(دا یوه ډیره لویه او مهمه پروژه ده ، موږ هیلمن یو چې په راتلونکي کې به یواځې د بت خاک، احمد شاه بابا مینې او بګرامیو اوسیدونکي نه بلکه د حسن خیلو او کمریو اوسیدونکي هم د بریښنا له نعمت څخه برخمنې شي .)
د افغانستان د اوبو او بریښنا وزارت چارواکي وایي چې د ازبکستان د وارداتي بریښنا تر تمدید ورسته د بریښنا له درکه د کابل ښار د اوسیدونکو ستونزې هوارې شوي او اوس مهال ۵۰۰ میګا واټه اضافي بریښنا په واک کې لري .
د نوموړي وزارت د سرپرست په وینا ټاکل شوې چې په نږدې راتلونکې کې دغه بريښنا تر هلمنده پورې د افغانستان جنوبي او لویدځو ولایتونو ته هم ورسوي.
د سیمې اوسیدونکو هم د بریښنا د دغه سب اسټیشن د پرانیستې هر کلی وکړ ویې ویل چې د بریښنا په ویشلو سره به د دوی ډیرۍ ستونږې هوارې شي.
د افغانستان د اوبو او بریښنا وزارت چارواکي وایي چې په هېواد کې د ننه د بریښنا د تولید له سرچينو څخه د ګټې اخیستنې په برخه کې جدي هڅې روانې دي خو دغه کار ډیر وخت او د یو ډاډمن امنیتي وضیعت رامنځته کولو ته اړتیا لري .
د چارواکو په وینا اوس مهال کابو ۱۳۰ د بریښنا بندونه د مطالعې لاندې دي او د پنځو بندونو د جوړولو کار روان دی .