د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۴۸

لوګریان په سیمه کې له ناامنیو شکایت کوي


اوس مهال په سیمه کې د انتخاباتي مبارزې په شدت سره پر مخ روانې دي
اوس مهال په سیمه کې د انتخاباتي مبارزې په شدت سره پر مخ روانې دي

د افغانستان د مشرانو جرګې د شکایتونو د اورېدلو د کمیسیون په غونډه کې د لوګر والي دا ومنله چې، په دې ولایت کې نا امنی شته، خو ویي ویل چې انتخاباتي کمپاینونو له امله، په سیمه کې د خلکو ګڼه ګوڼه زیاته شوی او د دولت مخالفین هڅه کوي چې له دغې موقع څخه ناوړه ګټه واخلي.

سره له دې چې د ولسي جرګې انتخاباتو ته لږې ورځې پاتې دي، د لوګر ولایت اوسیدونکي، په سیمه کې له نا امنیو شکایت کوي.

د همدې له امله د مشرانو جرګې د شکایتونو د اورېدلو کمیسیون، د شنبې په ورځ، شته ستونزه د لوګر له والي سره شریکه کړه، د لوګر والي جنرال عتیق اله لودین وویل چې، د انتخاباتي مبارزو شدت د سیمې پر امنیت اغیزه کړې ده او د دولت مخالفین کله نا کله د خلکو له ګڼې ګوڼې څخه ناوړه ګټه اخلي، ده وویل دا وضعیت موقتي دی او دوي د سیمې امنیت ته پراخ تدابیر نیولي دي:

(اوس مهال په سیمه کې د انتخاباتي مبارزې په شدت سره پر مخ روانې دي، د خلکو ګڼه ګوڼه زیاته ده او مخالفین هڅه کوي له دغې موقع نه ګټه واخلي.

دا شرايط موقتی او د میزان د میاشتې پورې موږ وضیعیت په ښه توګه کنترولولی شو، موږ پر حالات حاکم یو.)

د لوګر ولایت له کابل سره نږدې او ورسره ګډه پوله لري، خو ویل کیږی چې له وروستیو دوه درې کلونو راهیسي، پخوانی امنیت نه لري او کله نا کله په کې د امنیتي ځواکونو او وسله والو مخالفینو تر منځ مرګونې نښتې هم پېښیږي.

د دې ولایت اوسیدونکي وایي چې، د ولسي جرګې انتخاباتو ته لږې ورځې پاتې دي او دولت ته پکار ده چې په دغسې حساسو شرايطو کې، رايي ورکوونکو ته لازم شرايط برابر کړي.

ولسي جرګې ته کاندید ډاکترفضل اله مجددي ازادۍ راډیو ته وویل چې، ډیرو کاندیدانو ونه شول کړای چې د نا امنیو له امله په ځینو ولسوالیو کې د دوي انتخاباتي هلې ځلې په ښه توګه ترسره کړي ښاغلي مجددي زیاته کړه:

( څو ورځې مخکې په رڼا ورځ په عمومي سړک پر کاروانونو برید کیږي په ولسوالیو کې د دولت مامورین نه شي اوسېدلی، امنیت د پروسږ کال په نسبت سل په سلو کې خراب شوی دی)

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیسیون وایي چې، دوی د رايي ورکولو لپاره شاوخوا شپږ زره او پنځه مرکزونو په پام نیولي و، خو امنیتي ځواکونو د یو لړ امنیتي ستونزو له امله له دې مرکزونو څخه نهه سوه اته دیرش لیرې کړل.

په دی هکله د کورنیو چارو وزارت ډاډ څرګندوي چې د انتخاباتو په ورځ به
رايي ورکولو ته زیاتې اسانتیاوې برابرې کړي، خو له دغه ډاډ سره سره بیا هم خلک د انتخاباتو په ورځ له امنیتي وضیعیت څخه اندېښمن دي.

راپور: خان محمد(سیند)
XS
SM
MD
LG