د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۹ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۶:۳۵

ملي امنیت:د اداري فساد په وړاندې مبارزه کې د خلکو مرسته اړینه ده


د افغانستان د ملي امنیت ریاست وایي چې په هېواد کې یې د اداري فساد په وړاندې د مبارزې په هدف د خلکو سره د اړیکو په نوم یوه نوې څانګه پرانیستې ده . په هغه خبر پاڼه کې چې د دغه ریاست له خوا خپره شوې د ګرځنده تیلیفون درې شمېرې اعلان شوي.

په افغانستان کې د اداري فساد په وړاندې د مبارزې په برخه کې د هڅو په دوام د افغانستان د ملي امنیت ریاست هم د یوې نوې څانګې د جوړېدلو خبر ورکوي.

په هغې خبر پانه کې چې د دغه ریاست له خوا خپره شوې د ګرځنده تیلیفون یا موبایل درې شمېرې اعلان شوي او له خلکو څخه غوښتل شوي چې دا شان مواردو سره د مخ کېدلو پر مهال دې د نوموړې څانګې له مسوولینو سره اړیکه ونیسي.

په افغانستان کې د اداري فساد په وړاندې د مبارزې د ستراتیژۍ د څار عالي اداره په داسې حال کې چې د ملي امنیت د ریاست د دغه اقدام هرکلۍ کوي وایي چې پکاره په دې اړه فعالیتونه له دوي سره همغږي شي .

د دغې اداري د قْضیو د تعقیب او څیړنې د څانګې ریس غلام دستګیر هدایت زیاتوي:

(اداري فساد داسې یوه پدیده نه ده چې د یوې ادارې د توان نه پوره وي نو پدې اساس که هره اداره وي د دې شومې پدیدې په اړه دې جدي اقدام وکړي او دا د زموږ سره په همغږې له منځه یوسي.)

خو د چارو د یو شمېر کارپوهان په وینا په افغانستان کې د اداري فساد په وړاندې د مبارزې په برخه کې د ګڼو ادارو او یا څانګو رامنځته کول کوم موثریت نه لري او په کار ده چې په نوموړې برخه کې فعالیتونه د یو مسوول ارګان له خوا تنظیم شي.

په افغانستان کې د اداري فساد په وړاندې د مبارزې خبرې هغه مهال تودې شوې چې اوس مهالي دولت په دې اړه د نړېوالو تر سختو انتقادونو لاندې راغی.

که څه هم افغان چارواکي وایي چې په هېواد کې یې د اداري فساد په وړاندې د مبارزې ټینګ هوډ کړی دی او په دې برخه کې یو شمېر ځانګړې ادارې هم جوړې شوې دي خو لا تر اوسه هم په نوموړې برخه کې د نړېوالو قناعت نه دی تر لاسه شوی.

د یادونې وړ ده چې په دې وروستیو کې هم د امریکا د متحده ایالاتو د ګانګرس یو پلاوی چې کابل ته راغلی و او له ولسمشر کرزي سره یې هم لیدلي ول په افغانستان کې یې د اداري فساد په وړاندې د ضعیفې مبارزې په اړه اندېښنه ښکاره کړې ده .
XS
SM
MD
LG