راپورونه وایي چې د امریکا د دفاع وزیر له افغان او د بهرنیو ځواکونو له چارواکو سره د خبرو لپاره نن کابل ته راغلی دی.
لویدیځو اژانسونو خبر ورکړی چې ټاکل شوې ده د امریکا د دفاع وزیر رابرت ګیټس په کابل کې له ولسمشر حامد کرزي او په دې هېواد کې د بهرنیو ځواکونو له عمومي قومندان جنرال ډیویډ پټریوس سره وګوري.
کابل ته د ښاغلي ګیټس د سفر جزییات نه دي په ډاګه شوي خو ویل شوي چې له ولسمشر کرزي او جنرال پټریوس سره به د تروریزم په وړاندې د مبارزې په څرنګوالي خبرې وکړي.
ویل شوي چې ولسمشر کرزي او د امریکا د دفاع وزیر به نن ناوخته په یوه ګډ خبري کنفرانس کې هم برخه واخلي.