د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۳ مرغومی ۱۴۰۴ کابل ۰۹:۰۱

د ځوانانو لپاره ځانګړې اوونیزه خپرونه


ساعت یا ګړۍ د وخت د اندازه کولو وسیله ده. که څه هم د مبایل ټیلفون له راوتو سره چې په کې وخت او نېټه هم عیارېدی شي د لاسي ساعتونو اړتیا او کارونه لږه شوې ده خو اوس هم ګڼ خلک په تېره ځوانان مختلف ډیزاین ساعتونه چې ځینې یې عجیبې او غریبې بڼې لري په لاس کوي.

نن سبا ګڼ ځوانان ساعتونه یوازې د وخت د معلومولو لپاره نه بلکې تر ډېره د فیشن لپاره کاروي، د کابل د عبدالهادي داوي لېسې د یولسم ټولګي زده کوونکی عبدالکریم چې غټ تور رنګه ساعت یې په کیڼ مړوند تړلی وایي چې نن سبا ځوانان همدا غټ ساعتونه چې سپورتي یې هم بولي ډېر خوښوي ځکه دغه ساعتونه د وخت د معلومولو تر څنګ قطب نما د وزن او ارتفاع د معلومولو او داسې نور سیستمونه هم لري.

غټ سپورتي ساعتونه یوازې زلمي نه بلکې ګڼې انجونې هم خوښوي، د کابل پوهنتون محصله انتها وایي چې ساعت د فیشن لپاره په لاس کوي او هڅه یې دا وي چې د ساعت رنګ یې له جامو سره سمون ولري.

رحمت الله چې په کابل کې د بلخ په نامه ساعت پلورنځی لري وايي چې په دې ورځو کې زلمي رولکس او کاسیو ساعتونه چې غټ جوړ دي او انجونې واړه ظریف او همدا راز سپورتي ساعتونه خوښوي.

په افغانستان کې د رسنیو له ازادۍ سره په سلګونو خصوصي ورځپاڼو، مجلو او راډیوګانو خپرونې پیل کړي دي، د دې تر څنګ تر شلو زیات ټلویزیوني چینلونه هم فعال شوي چې تر ډېره تفریحي خپرونې خپروي.

دغه ټلویزیونونه هره شپه لږ تر لږه درې څلور بهرنۍ ډرامې خپروي. دغه ډرامې داسې تنظیم شوي چې په یو چینل کې ډرامه ختمه شي په بل کې بله پیل کېږي، داسې چې هر ه شپه له مازدیګره تر لس لس نیمو بجو ډرامې خپرېږي.

د دغو ډرامو زیات لیدونکي ځوانان دي له همدې امله ورځ په ورځ د کورنیو دا اندېښنه زیاتېږي چې ځوانان یې ورو ورو د پردي کلتور او په ډرامو کې له ځینو ناوړه کړنو او عادتونو متاثره نشي، ځوانان هم د بهرنیو ډرامو د خپرېدو او لیدو په اړه بېلابېل نظرونه لري.

د پکتیا اوسېدنکی عبدالجلیل توتاخیل چې ټلویزیونې ډرامې په شوق ګوري وايي چې دغه ډرامې ښې دي او دوی یې د موډ او فیشن ترڅنګ له ښو کړنو زده کړه او له بدو پند اخلي.

د کابل د حبیبیې لېسې زده کوونکی عبدالرحمن بیا وایي چې د ډرامو لیدل د افغان ځوانانو یوازینۍ تفریح ده او له دې پرته بله تفریح نه لري نو ځکه ګڼ افغان ځوانان ډرامې ګوري.

د کابل د بت خاک اوسېدونکی نقیب الله وایي اکثره بهرنې ډرامې چې په ټلویزوني چینلونو کې خپرېږي خیالي او له واقعیت نه لرې دي او پرته د وخت له زیان کولو بله ګټه نه لري، دی وایي ګڼ ځوانان په دې ګومان چې ژوند خو هسې پکار دی لکه په ډرامو کې چې ښودل کېږي په پټو سترګو له ډرامو تقلید کوي او ځان ته زیان اړوي.

د پکتیا ولایت د سید کرم اوسېدونکی حکیم خان وايي چې د افغانستان د وګړو زیاته برخه نالوستي ده چې د ډرامو مثبتو خواوو ته ژر نه متوجه کېږي او ډېر ژر د ډرامو د ناوړه کرکټرونو تر اغېز لاندې راځي نو دا بهتره ده چې ټلویزیونونه داسې ډرامې انتخاب کړي چې د افغانې ټولنې له مثبتو ارزښتونو سره ښکاره تضاد ونه لري او بل دا چې خلک په تېره ځوانان ښې او نېکې لارې ته وهڅوي .

تاندې څانګې خپرونه چې په کابل کې یې لینا شریفي برابروي د هرې شنبې او دوشنبې په ورځو خپرېږی.

دا خپرونه د پاڼې په کیڼ اړخ کې د(ږغ) له برخې اورېدلی شي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG