د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۷ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۸:۳۸

پنجشنبې د سپتمبر ۲ مه


پولیتیکو:

د پولیتیکو په نامه کمپیوتري پاڼې د افغانستان او عراق د جګړې په اړه یوه مقاله لیکلي او د پیل په کرښو کې یي راغلي:

ولسمشر بارک اوباما د سې شنبې په شپه له سپینې ماڼۍ څخه په تلویزیوني وینا کی وویل، د دې وخت رارسېدلی چې د عراق د جګړې پاڼه بنده کړو، خو دا یي هم ومنله چې د افغانستان جګړه به یي د جمهوري ریاست بله پاڼه وي.

پولیتیکو لیکي: د ولسمشر اوباما په وینا کې د امریکا د متحده ایالاتو دا اوږده جګړه په دوو برخو کې بیان شوی ده . لومړی دا چې د عراق د بیا رغوونې په ځای د امریکا د متحده ایالاتو اقتصادي رغوونې ته پام اړول کیږي او دوهمه دا، د افغانستان جګړه چې دا مهال د خلکو له یاده وتلې او د ولسمشر اوباما د انتخاباتي کمپاین مهمه مسله وه، د د ه د جمهوري ریاست برخه لیک به هم وټاکي.

ویب پاڼه لیکي: ولسمشر اوباما د عراق او افغانستان دواړو جګړو په اړه که د انتخاباتي کمپاین په جریان کې و او که د جمهوري ریاست دوره یي ده، ثابت دریځ لري.

ده په ۲۰۰۲ میلادي کال کې چې د ایلونای ایالت سناتور و او د جګړې ضد سناتور شهرت یي درلود په ډاګه یي ویل، د جګړې مخالف نه دی خو د بې معنی جګړو مخالفت کوي.

ښاغلي اوباما هغه مهال ویلي و، په افغانستان کې د طالبانو او القاعده وسله والو ټکول او په عراق باندې احتمالي حمله یو له بله پوره توپیر لري.

دا مهال چې د ولسمشر اوباما په فکر خرابه جګړه پای ته ورسېده نو داسې بریښې چې دی له بل هر وخت زیات د افغانستان ښې جګړې ته پوره ژمن دی.

شپیګل ان لاین:


په المان کې خپریدونګي شپیګل ان لاین مجلې په وروستۍ ګڼې کې د امریکا د استخباراتو د مرکزي ادارې یا سي ای ای له یوه پخواني مامور مایکل شویر سره مرکه کړې او له هغه نه یي پوښتلې:

دا چې دې ادارې د پیسو په بدل کې د افغانستان د ولسمشر حامد کرزي امنیتي مشارو ضیا صالحي د معلوماتو د تر لاسه کولو په مقصد ګمارلی ایا دا کار د امریکا اعتبار ته زیان نه رسوي؟

ښاغلي شویر په ځواب کې ویلي، دا په ځای او ښه ګمارنه ده. زه فکر کوم تاسې داسې یو څوک باید استخدام کړې چې تاسې هدف ته ورسوی. دا ممکن یو تروریست او یا هم یو فاسد مامور وي.

شپیګل په مرکې کې د سي اي ای له پخواني مامور څخه پوښتنه کوي، ایا د امریکا متحده ایالات په دې کار سره په هغه کار تورن نه دي چې په ضد یي مبارزه کوي یعنې په اداري فساد؟

د سي اي ای پخواني مامور يه ځواب کې ویلي، موږ په افغانستان کې د اداري فساد مخه نشو نیولای. څوک نشي کولاي چې په فساد کې ټول ښکیل کسان له صحنې څخه لېرې کړي.

په افغانستان کې لږ شمېر کسان دي چې په فساد کې نه دي ښکیل. ممکن یوازې طالبان وي چې په اداري فساد کې ښکیل نه دي. که غواړۍ چې فساد نه وي نو حکومت بیرته طالبانو ته ورکړی.
XS
SM
MD
LG